افغانستان

غور : د ۲۰۷ظفر قول اردو قوماندان وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د غور ولایت چارواکي وايي، د ۲۰۷ظفر قول اردو قوماندان شعیب بخشي د طالبانو په بریدکې وژل شوی دی.

د غور ولايت ویاند عبدالحی خطیبي رسنيو ته وويل، چې قوماندان شعیب بخشي د غور د پسابند او فیروزکوه ولسوالۍ کې د لارې خلاصولو په چارو بوخت و، چې د طالبانو له لوري د هاوان په برید کې ووژل شو.

د خطیبي په وینا، په دغه برید کې د ملي اردو پنځه عسکر هم ټپیان شوي دي.

طالبانو د پسابند او فیروزکوه ولسوالۍ لاره له تېرې یوې اونۍ راهیسې بنده کړې، چې د دولت له لوري د بیا ــ بیا هلوځلو سره بېره هم نه ده خلاصه شوې.

ډګروال شعیب بخشي د پنجشیر ولایت اوسېدونکی و او نن یې جنازه کابل ته راوړل شوې ده.

غور يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې د طالبانو بريدونه او فعاليتونه په کې ډېر زيات دي او د طالبانو له لوري د پسرلني عملياتو له پيله د غور په ګډون د هېواد په لر و بر کې يې د پخوا په پرتله بريدونه زيات شوي دي.

طالبانو د غور ګڼې سيمې په خپل واک کې لري او تېره مياشت يې د چارسدې ولسوالۍ هم نيولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

څه چی کری هغه به ریبی

ن

الله اکبر َښه شو

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x