نظــر

رسنۍ د کلتوري او تهذيبي يرغل په بڼه

radios-and-afghan-peopleدلويديځ له لوري په روانه تبليغاتي جګړه کې پر ټوله سيمه د لويديځو رسنيو او راديوګانو يو ستر هجوم په څپو دى.
او زموږ دسيمې پر فضا په يوه او بل نامه دلويديځو راديوګانو يو جال خور دى، د راديو د توکمې په لږ خوځښت سره يو بل ته ورته راديويي څپې يو په بل پسې را اوړي.
امريکا او پلويان يې په اسلامي نړۍ کې دخپلو برياوو لپاره يوه درنه برخه پانګه په منظمو تبليغاتي هلو ځلو لګوي، عراق ته يې ډير پخوا لا د ((عراق الحر)) په نامه  راديويي څپه لرله او د ايران لپاره يې ((راديو فردا)) او د پاکستان پښتني سيمو ته يې دا مهال د ((ډيوه)) او ((مشال)) په نومونو راديوي خپرونې پيل کړې  دي،

تر څو د خپلو اسلام پالو مخالفينو پر ضد شپه او ورځ منظم پروپاګند وکړي، د افغانستا ن لپاره خو له څه باندي دريو لسيزو راهيسي  د (بې بې سي) او (امريکا غږ) منظم تبليغات روان وو، چې دخپلو فکري مخالفينو پر ضد يې په ډير دقيق او ماهرانه ډول پروپاکند کول، خو له تيرې يوې لسيزې راهيسې چې امريکا او برتانيه  د افغانستان دروانې جګړې مشري په غاړه لري، نو پرسيمه يې يو پراخ تبليغاتي هجوم  راوړى، څلورويشت ساعته راديوګانې يې دجګړې دمقابل لوري پرضد په تبليغاتو شپه او ورځ بوختې دي، او د جګړي د رهبري کولو کار هم ورنه اخستل کيږي.

د٢٠٠٢م کال په پيل کې د امريکا له لورې اعلان وشو، چې دوي به د شلو ملياردو ډالرو په ابتدايي لګښت د (امريکا غږ) نه علاوه يوه بله راديوي دستګا د (پراګ) په ښار کې فعاله کړي، تر څو طالبانو ته ماتې ورکړي، دا راديو لومړى د ((ازاد افغانستان)) او بياد ((ازادي)) په نامه ونومول شوه.

خو امريکا او برتانيا د بيان د ازادي د پلويتوب له دعوې سره سره مقابل لورې ته او يا د هغوي په پلوي بل هر چاته دهيڅ ډول ابلاغ اجازه نه ورکوي، حتي يوه انترنيتي پاڼه يې هم نشي زغملى، د الجزيرې نړيوال عربي تلويزون دعراق د جګړې په اړه د امريکا له فرمايشه پرته يو څو رښتيني راپورونه خپاره کړل، خبريالان او کيمره مينان يې تر ګونتانامو ورسول شول.

يو مشهور امريکايي ژورنالست پخپل يوه کتاب کې دا  راز هم په ډاګه کړى:

چې د امريکا پخواني واکمن ((جورج ډبلیو بوش)) د الجزيري تلويزون دټول مرکز اوعملې، دبمبار کولو اراده کړې وه، چې بيا يې د نورو په مشوره متبادلې هلې ځلې پيل کړې.

په افغانستان کې دامهال له ګوته په شمېر يوڅومحدودو ورځپاڼو، اوونيزو، جريدو، مجلو او ويبپاڼو پرته، نوره ستره ميډيا ټوله د امريکا او برتانيې دسفارتونو له اجازې او شرايطو پرته نشي چلېدلى، تلويزوني چينلونه چې په کار پيل کوي، ټول کوايف او د چلوونکو هويت يې په مخفي ډول دغو سفارتونو ته استول کيږي، او يو شمير تلويزونونه خو د يو شمير شرايطو په بدل کې دهمدغو سفارتونو په مالي مرسته چليږي،

په دې توګه دسيمي ټوله ميډيا د جګړې د قوماندي کار ورکوي او د جګړې د يو لوري په حيث، دخپل مقابل لورې په وړاندې بې دريغه زهرجن پروپاګند کوي، دهيواد حالاتو ته په کتلوسره سړى پوهيږي، چې دمطبوعاتو دغه موجوده مسير ډير مصنوعي او غير طبعي دى، د بيلګې په توګه  په کابل ښار کې هره و رځ تر سل زياتې ورځپاڼې او جريدې په ډير لوړ کاغذ او لوړ تيراژ چاپيږي، خو د دغه ښار له حدودو دباندي له يوې نيمې پرته نورې نه وزي، او ډير کم تجارتي اعلانونه لري، ښکاره خبره ده چې دا يوه هم  خود کفا نه ده او خپل نيم مصارف هم نشي پوره کولي، دا مصارف ضرور له کوم لوري ورکول کيږي.

بل لورته د راديوګانو او تلويزوني شبکو د وخت لمن دومره پراخه ده ، چې له روزمره تبليغاتي خپرونو نه علاوه نور وخت په عامو باکيفيتو اومعياري خپرونو پوره نشي ډکولى.

يو خو دا راديوګاني پر يوه مشخص سياسي او تبليغاتي محور راڅرخي، او خپرونې يې ډيري يو بل ته سره ورته وي، نو اوريدونکي نشي کولى چې تر منځ يې توپېر وکړي يا پر يوه وخت ټولې واوري، بل لور ته دوخت د ډيروالي له امله دا راديوګاني اکثره داسي  خپرونې خپروي چې ځانګړې تياري نه غواړي، او دا ډول خپرونې د فني مهارت د نشتوالې له امله  له محدودو خلګو پرته عام اوريدونکې نشي جلبولى، ددې راديوګانو ډيرې خپرونې له يوه اوږده تسلسل سره سره تنوع او معيار نشي تر لاسه کولى، په ځانګړي ډول هنري او ادبي خپرونې  يې نه يوازي چې له علمي معياره لويدلې دي، بلکې تفريحي رنګ هم نشي ساتلى.

دبيلګې په توګه د امريکا غږ راديو ((د اشنايانو ادبې دېره)) خپرونه د هرې ورځې لپاره معياري شاعر، معياري مواد او له شعر او ادب سره بلد کوربه نشي پيدا کولى، ځکه خو دا خپرونه له ډيره وخته راهيسي په ډير تکراري ډول او ټيټ معيار روانه ده، هر ځوان چې دشاعر په نامه په خپرونه کې ميلمه وي، نوهغه ټولې دزړو تيرو شويو خپرونو تکراري خبرې بيا بيا تکراروي،

دکمزوري ميلمه او کوربه له امله دشعر او ادب مينوال او نوي ځوانان له دې خپرونې نه هيڅ مثبته روزنه او زده کړه نشي تر لاسه کولى، ځکه چې ډير ځله کور به له فني چوکاټه او معياره وتلى شعر استقبال او بدرګه کړي او کله بيا دناپوهي له امله پر ډير لوړ شعر منفي تبصيره وکړي.

چې دا د نوي ځوانانو د فني ګمراهي سبب ګرځي، او کله نا کله کله له فن نه د ليروالي په وجه له شاعر نه ډيرې بې معنا پوښتنې کوي، چې يو څو ما پخپله ترې اوريدلې دي، لکه:

شعرپه مړه ګېډه ښه جوړيږي که په تشه ګېډه؟

تاسو ولي شعر واياست مين ياست؟

ولي مو د شاعري پر ځاى بل کار نه شروع کاوه؟

او دې ته ورته پوښتنې…

دخپرونې له اوريدو سړي پوهيږي چې د کمزوري ميلمه او کوربه په وجه دې خپرونې ته له فن سره تړلي خلګ تليفون نه کوي، ځکه خو د تلفون کونکو پوښتنې هم ډيرې بې معنا وي، څو ورځې وړاندي د ((مشال)) راديو (تاتره) پروګرام ته غوږ وم: يوکس تلفون وکړ اوپوښتنه يې وکړه:

دشعر او نثر څه فرق دى؟

ميلمه شاعر ځواب ورکړ: نثر روان وي اوشعر بند بند وي…

يوه ورځ د همدې راديوګانو په ادبي خپرونه کې يو کس د شاعر په نامه رابلل شوي و، چې کله حاضر شو، نو وې فرمايل!؟:

چې زه خو يوازي ټپې (لنډۍ) ليکم.

د خپروني کوربانه هک حيران شول، اخير يې دښځينه کوربه په حق کې يوه ډيره ناموزونه ټپه وويله، چې هغې د خپل هميشني تخنيک له مخي تلفون ورباندې قطع کړ او زياته يې کړه:

چې له ميلمه سره مو تليفوني اړيکه وشليدله د بيا راتلو هڅه به يې وکړو.

او که را شو دکابل دشخصي تلويزونونو لور ته نو ددغو تلويزونو دريمه برخه وخت پر مکررو هندي فلمونو اباد وي، په يو شمير تلويزونونو کې خو دشپې پر مهال يوازي يو نوکريوال پاتې وي، نور ټول رخصت وي، ماخستن هندي فلم  ورته برابر کړي، تر سهاره همدا فلم چليږي.

څو ورځې وړاندي چا راته کيسه کوله: چې په کابل کې د همداسې يوه فلم دلاسه ديوې اويا کلنې ميرمنې خوله کنډوله شوه.

کيسه داسي وه: چې دغه اويا کلنه بوډۍ دخپل کور په دهليز کې پر صوفه (کوچ) ناسته او د يو شخصي تلويزون له خوا د خپريدونکې يوه زاړه هندي فلم پر ننداره بوخته وه، د فلم په يوه برخه کې چې نارينه اداکار له ښځينه اداکارې سره ډانس کاوه  د (سي- ډي) د کريک کيدو له امله فلم ودريد.

او د تلويزون پر پرده هغوي په داسي حال کې  ولاړ پاتي شول، چې دنارينه  اوربوز دميرمنې دملا پر لور په داسې ډول کوږ پاتې شو، لکه کوم نر حيوان چې دماده حيوان پرلکۍ بوي کاږي- (دغه ظاهري انځور دداسي فلمونو د معنوي انځور استازى وي )-
د تلويزون د لوړغږ له ودريدلو سره بوډۍ په صوفه کې خوب وړې وه، دشپې پر دريو بجو نوکريوال خبرشو، او فلم يې بيرته له سره کړ، خو د بوډي په کور کې په جګ ويلم (لوړ غږ) پاتې شوى تلويزون چې په يو ناڅاپي ډول په لوړ غږ بیا پيل شو، بوډۍ په خوب کې ووريده او له يوې لوې چيغې سره له صوفې نه په ځمکه رانسکوره شوه، چې د ژامې له اصلي غاښونو سره يې دمخ ټول مصنوعي غاښونه په خوله کې يو له بله تير شول، د عينکو ښيښې په ګونځې ګونځې مخ کې ننوتې، په روغتون کې له درملنې ورسته يې سهار لومړى خپله کنډوله خوله دهمدغه تلويزون پر ضد خلاصه کړه او د پيښې مسئول يې وګانه، د موجوده ديموکراسي او د ميرمنو د حقوقو دبې شميره ټولنو د همکاري په ډاډيې دتلويزون عملې ته ګوت څنډنه وګړه، د تلويزون عمله دبشري حقوقو او د ميرمنو د حقوقو په نامه په هيواد کې د ميشتو سلګونو ادارو دبې واره نيوکو له ويرې وار خطا شول او د خپل هميشني عادت له مخې يې دپېښې مسئول پاکستان وباله، چې يوخو دټيټ معيار سي ډي ګاني جوړوي چې له يو دوه واره استعمال نه ورسته کريک کيږي او بل ټول هندي فلمونه له هغې خوا راځي، چې اکثره يې هلته څو مياشتي په کرايه چليدلي وي او سي ډي ګاني يې څو واره په اوبو هم مينځل شوي وي، جې بیا همدا -سي ډي ګاني- افغانستان ته دنويو په نامه را استوي او زموږ دلوجستيک بې سواده ماموريې له بازاره له سبزيو سره يوځاى په خلطه کې راوړي، نو بايد پاکستان نور د افغانستان په کورنيو چاروکې دوه مخى سياست پريږدي…

دا خو شخصي تلويزونونه دي، خو که پر دولتي تلويزونو يو نظر واچوو، نو له يو دوه خپرونو پرته نور ټول وخت د پردي کلتور پر کاپي کولو تيروي، له سياسي تبليغاتو پرته هيڅ کومه دلچسپه ملي او ولسي خپرونه نلري.

ځګه چې:

ولس دسياسي تبليغاتو په برخه کې حقايق غواړي، خو موجوده پردۍ پالې ميډيا په دې اړه سرچپه پاليسي لري…

ولس د ملي او ديني تبليغاتو په برخه کې خپل ملي اوديني تشخص غواړي، خو موجوده ميډيا بالعکس دبې ديني او پردي کلتور په چوپړ کې ده.

ولس خپل ملي افتخارات، او تاريخي دښمنان په ګوته کول غواړي، خو موجوده ميډيا ډیره برخه زموږ د ملي افتخاراتو پر ضد دهمدغو تاريخي دښمنانو له لوري رامينځ ته شوي.

ځکه خو د موجوده ميډيا ټول  مسير غير طبعي ، مصنوعي او زموږ له ملي ګټو سره په ټکر کې دى…

او پر سيمه د پردي ميډيا راغلى هجوم ، په حقيقت کې زموږ پرټولنه تهذيبي او کلتوري يرغل دى.

(انجینر ظریف: له کابله)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x