fbpx

نړيوالې جنايي محکمې د سوډاني ولسمشر د نيولو امر کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): نړيوالې جنايي محکمې له سويلي افريقا غوښتي، چې د سويلي افريقا اتحاديې په نننۍ غونډه کې د سوډان ولسمشر عمر البشير ونيسي.

عمر بشير ۲۰۰۹ز کال راهيسې ډارفور کې د جنګي جرمونو په تور نړيوالې جنايي محکمې ته مطلوب دی.

نړيوالې جنايي محکمې له افريقايي هېوادونو غوښتي، چې جوهانسبرګ کې د افريقايي هېوادونو په غونډه کې بايد عمر البشير ونيسي، مګر راپورونه وايي، چې د سويلي افريقا اتحاديې غونډه کې د ګډون پر مهال د سويلي افريقا چارواکو سوډاني ولسمشر ته تود هرکلی ويلی دی.

عمر بشير سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزير او ګڼ نور لوړپوړي چارواکي ملګري دي.

د پېښو څارونکي وايي، چې نړيواله جنايي محکمه د سويلي افريقا هېوادونو سره د مور مېرې چلند کوي او له همدې امله يې له دوی غوښتنه کړې، چې د سوډان ولسمشر عمر البشير ونيسي.

د نړيوالې جنايي محکمې له امر سره سم عمر بشير له هېواده بهر د سفر اجازه نه لري، مګر نوموړي تل پر ده لګېدلي تورونه په کلکه رد کړي او ګڼو هېوادونو ته يې سفرونه کړي دي.

نړيوالې جنايي محکمې څخه په خپره شوې اعلاميه کې د سويلي افريقا پر هېوادونو غږ شوی، چې بايد د خپلو مسؤوليتونو احساس وکړي.

۲۰۰۳ز کال کې جنوبي سوډان کې د ياغيانو پر ضد د عملياتو پر مهال نږدې درې لکه کسان وژل شوي دي.
نړيوالې جنايي محکمې او د بشري حقونو نړيوالې ټولنې عمر بشير پر جنګي جرمونو تورن کړی او ۲۰۰۹ کال راهيسې يې د نوموړي د نيولو امر صادر کړی، مګر تر اوسه نه دی عملي شوی.

عمر بشير بيا بيا پر ده لګېدلي تورونه په کلکه رد کړي او وايي، چې د ده هېواد او دوستانو په اړه استعماري هېوادونه ناوړه هوډونه لري او غواړي د ده پر وړاندې خنډونه پيدا کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د