fbpx

طالبان: «د مولوي میراحمدګل په څیر افغانانو په قربانیو بري ته رسیدلي یو»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د ننګرهار ولایت لپاره د دوی نومول شوي مسؤول مولوي میر احمد ګل هاشمي په قاتلینو غږ کړی چې هیڅکله به د طالبانو د «مستحکم صف په کمزوري کولو او بریمن جهاد د پای په شېبو کې د خنډ او ځنډ اچولو» هدف ته ونه رسېږي.

د طالبانو د رهبري شورا لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا «مقدس کاروان» یې د مولوي میر احمد ګل په څېر د افغان میړني ولس په وینو او قربانیو د بري درشل ته رسولی.

طالبان وايي چې د دغو وینو او قربانیو برکت دی چې «د یوه سرتاسري اسلامي نظام حاکمیت ته لنډې شپې او ورځې پاتې دي، ژرده چي دمسلمانانو خصوصا د جهادی صف د شهیدانو ارمانونه به پوره شي».

طالبانو د مولوي میر احمد ګل هاشمي کورنۍ او دوستانو ته تعزیت وړاندې کړی، او د نوموړي قاتلین یې «د اسلام دښمنان» بللي.

نوموړی وړمه ورځ په پیښور کې د ناپیژاندو وسلوالو په ډزو ټپي شو چې وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

مولوي میراحمد ګل د طالبانو په اداري تشکیل کې د ننګرهار ولایت د مسئولیت دنده په غاړه درلوده. طالبان د هیواد هر ولایت او ولسوالۍ لپاره خپل نومول شوي والیان او ولسوالان لري چې د کارپوهانو په اند، د طالبانو د صف په یو موټي والي کې يې مهم رول لوبولی.

لیکوال او څیړونکی مولوي عبد الهادي مجاهد د طالبانو د وسلوال بهیر د قوت یو عامل دا هم بولي چې د جګړې له پرمخ بیولو سره سره یې د ټول هیواد ملکي او نظامي وضعیت د منظو تشکیلاتو په چوکاټ کې برابر کړی او په ولس کې يې د بې نظمۍ او غیرمسؤولو ټوپکوالو د رامینځته کیدو مخنیوی کړی.

د یو شمیر شنونکو په باور، د مولوي میر احمد ګل مړینه به ځکه د طالبانو په خوځښت پاموړ اغیز ونه لري چې د طالبانو په لیکو کې د شخصیتونو پر ځای په افکارو او عقیدې ډیر تمرکز کیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پیر محمد
میلمه
پیر محمد

طالبانو وروڼو! تاسی ته عذر او زارۍ کوم چی نور د پاکستان له غلامۍ نه ځانونه خلاص کړۍ داهغه پاکستان ده چی مولوی صاحب عبیدالله یی په زندان کی په وهلو او ډبولو مړکړ، یاسر صاحب یی شهید کړ، مولوی صاحب تخاری یی شهید کړ، ملا عبدالسلام ضعیف یی په امریکایانو وپلوره، په افغانستان کیی د دعملیاتو لپاره امریکانوته اډی ورکړی، اوداسی نو ر په سلهاوو مثالونه وجود لری، مګر تاسی بیا هم ددوی په اشاره خپل وطن ورانوۍ ، ماشومان ، سپین ږیری او لویان وژنۍ ، راځی راشۍ په خپل هیواد کی سوله ایز ژوند پیل کړۍ او… نور لوستل »