نړۍ

داسامه بن لادن یوه بله مینه هم پاکستان حکومت په ګوته کړه

osamahouse5432(نن ټکی اسیا مارچ۲۰۱۲/۰۱) پاکستانی چارواکو خبرورکړی دی وایی له دي څخه وړاندی چی اسامه بن لادن اخیرني استوګني ایبت اباد ښارته راځي نوموړی دپاکستان په مختلفو ښارونو کی څلورنوري میني هم کړي، چی ددغو څلورو مینو له جملي څخه یوه هم دهریپور ښار په یوه څنډه کی یوه دوه پوریځه وداني ده چی له دوو پوړو څخه علاوه ترڅمکه لاندی هم یو برخه لري.

چارواکي وایی ددغي وداني په اړه یی مالومات داسامه بن لادن له اخیرني او ځواني میرمني څخه ترلاسه کړي دي، خبرکی راغلي چی داسامه میرمني یواځي دومره ویلی وو چی مونږ دهریپورښارپه څنډه کی په یوه دوه پوړیځه وداني کی اوسیدلو چی دغي وداني یوه زیرزمیني هم درلوده.
تقاعد شوی پاکستاني چارواکي شوکت قدیر چی داسامه بن لادن دقضي دڅیړني دنده په غاړه لري وایی چی وداني مو موندلی ده، نوموړي وایی دغه وداني که څخه هم ښکلی مالومیږي خو دومره ارام ده او اسایش بخشه نه ده.
دپاکستاني چارواکو څیړنو ښودلی،  وایی کله چی له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته اسامه بن لادن پاکستان ته را اوښتی دي نوموړی دپاکستان په مختلفو سیمو کی پنځه ځایه مینی کړی دي، چی یوه له هغو مینو څخه هم دهریپور ښارمینه ده، خبرکی راغلي چی دغه کور دکورونو اوځمکو دراکړي ورکړي دیوه معامله ګر په واسطه د ۱۵۰ ډالرو میاشتني کرایی په بدل کی داسامه لپاره  په کریه اخیستل شوی وو، چي اتو میاشتو اوسیدلو څخه وروسته دغه کور بیرته خالی کړل شوی وو.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x