د علماو د لوړو اخلاقو غوره بیلګه – په زړه پوري او له عبرت ډکه کیسه

لیکوال: حامد افغان

امام احمد بن مهدي (مړ: 272هـ) رحمه الله د اصفهان له مشهورو محدثینو، علماو او فقهاو نه و، او په زهد، تقوا او دینداري کې یې ساری نه لاره، د ده یوه دلچسپه کیسه درسره شریکوم، کیسه ډېره کره او عجیبه ده او د علماو د لوړو اخلاقو یوه نادره بیلکه ده، او ضمنا له مسلمانانو سره د خواخوږي او په هغوی د رحم په باب لوی عبرتونه په کې نغښتي دي.

احمد ین مهدي وايي: په بغداد کې یوه شپه یوه ښځه راته راغله، او راته کړه یې زه یوه مسلمانه ښځه یم، او د الله په خاطر زما پرده وکړه، ما ورته وویل: ستا مشکل څه شی ده؟ هغې راته وویل: زه څو ظالمانو بې پردې کړم اوس مې اولاد په نس دی، څرنګه چې ستا له لوړو اخلاقو خبره وم نو ویل مې چې په ده کې خیر ده، خپلوانو به مې چې د حمل په اړه پوښتنه رانه کوله ما به ته ورته یادولې چې هغه زما میړه دی، او دا حمل مې له ده نه ده، نو ستا نه هیله کوم چې ما ونه شرموې، او زما پرده وکړه. الله دې ستا پرده وکړي.

د هغې خبري مې واوریدلې او چوپ شوم، دا ولاړه او څه موده وروسته یې زوی پیدا شو، چې کتل مې د جومات ملا او یوه ډله ګاونډیان رما کره راغلل، او د زوی مبارکي یې راکړه، ما هغوی ته ځان خوشاله ښکاره کړ او د هغوی مبارکي مې په مینه ځواب کړه، کورته ننوتلم، سل دیناره مې په یوه کڅوړه کې راواخیستل، د جومات ملا صاحب ته مې ورکړل او ورته ومې ویل: ته به نه یې خبر دا ښځه ما طلاق کړې ده، خو څه موده په هغې او د هغې د زوی نفقه پر ما لازمه ده، دا سل دیناره هغې ته ورکړه، او ورته ومې ویل چې دا سل دیناره د هغې د هري میاشتي لګښت ده او دا به زه تاته درکوم. او سل دیناره به مې هره میاشت هغې ته ورلیږل.

دوه کاله وروسته هغه ماشوم مړ شو نو کلیوال او ګاونډیان ماته د فاتحې له پاره راغلل، ما هغوی ته ځان خپه ښکاره کاوه او ورته ویل مې د الله په قضا راضي یم، او الله شاهد دی چې په هغه عاجزه ښځه سخت خپه وم او چې له دومره لویو ستونزو او غمونو سره هغه ماشوم ورنه مړ هم شو.

څه موده وروسته یوه شپه چا دروازه راوټکوله، دروازه مې خلاصه کړه، هغه ښځه وه، له پیسو ډکه لویه کڅوړه ورسره وه، هغې په ژړا راته وویل: دا هغه پیسې دي چې هره میاشت به دي د جومات ملا صاحب په لاس ماته رالیږلې، الله دې ستا داسي پرده وکړي لکه زما پرده چې دي وکړه، ما کوښښ وکړ هغه پیسې وانخلم خو هغې نه منله او ولاړه، کال وروسته هغې ښځي له یوه ستر تجار او صالح انسان سره واده وکړ هغه زه په تجارت کې ورسره شریک کړم، او خورا زیاته ګټه او پریمانه شتمني مې ترلاسه کړه. سیر الاعلام النبلاء

له یوه مظلوم انسان او بیا له یوې میرمني سره دومره مرسته او له هغې سره دا ډول خواخوږي رښتیا هم د لوړو اخلاقو، سړیتوب او شهامت درنه نښه ده، د امام احمد بن مهدي رحمه الله له دې کیسې زه شخت متاثر شوم، په ځانګړې توګه علماء او هر مومن باید باید په ټولنه کې له وګړو سره داسي مهربانه او خواخوږی واوسي، د نر او ښځي په ستونزو او دردونو کې شریک او د ظلم، تیري او جفا په مهال یې لاس نیوی وکړي، که په ټولنه کې کم شمیر خلک داسي مهربانه او خواوږي وي د هغوی د لوړو اخلاقو اغیز ټولنه متاثره کوي، او په ټولنه کې ښو، خیر او خواخوږي ته وده ورکوي، الله دي موږ اصلاح او پر موږ اصلاح راولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د