ډیموکراسي یعني کفر ده – (څلورمه برخه)

د رايې ورکولو حق او آزادې : (څلورمه برخه)

ليکنه : اسحاق اختر

په ډيموکراسې کې يو اصل دا دی چې هر څوک د رايې ورکولو حق لري او د ټولو رايه سره مساوي ده.

په ډيموکراسې کې هر سړی بېله قيد او شرط نه رايه ورکولی شي، هغه که د قانون جوړولو او ټاکلو لپاره وي، د آمير او مشر لپاره وي، د شورا د غړو لپاره وي او که د نظام ټاکلو لپاره وي توپير نه لري. هر څوک پرته له  استثناء کولی شي چې رايه ورکړي او د دوی ټولو د رايې ورکولو وزن او اهميت يو ډول دی، د هيڅ يو کس رايه د بل پر رايه فوقيت نه لري ټولې سره مساوې دي.

په دې اصل کې دا نه کتل کيږي چې دغه رايه ورکوونکی د کومو صفاتو، پوهې او ذکاوت خاوند دی.

په دې اساس سره که وکتل شي د يو عالم ، شيخ الحديث ، شيخ القران ، متقي، مدرس … رايه ، د يو لواطت کاره، زنا کاره، شرابي، ډم، غله، ساحر، جاهل او ناپوه سره يو شان او برابره ده هيڅوک پر هغه بل فضيلت نه لري.
مګر په اسلامي شريعت کې علماء تر نورو وګړو فضيلت، بهترې او غوروالی لري د هغوی نظر، رايه او خبره د نورو په نسبت زيات اهميت لري. همدارنګه الله تعالی هم علماء پر خپل توحيد او وحدانيت باندې شاهدان ګرځولي دي لکه څرنګه چې فرمايي:  شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ… آل عمران ١٨
ژباړه : الله تعالی پر دې خبره شاهد دی چې پرته له هغه نه بل خدای نشته او ملايکې او عالمان هم په دې خبره شاهدان دي.

همدارنګه علماء هغه کسان دي چې الله تعالی ورته د خير اراده کړې ده. لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې يې په اړه داسې فرمايي : مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِى الدِّينِ (رواه مسلم ، ج٣ ، ص ٩٤)
ژباړه : کله چې الله تعالی يو چا ته د خير او ښيګڼې اراده وکړي، نو په دين کې پوهه ورته نصيب کړي. خو په ډيموکراسې کې د عالم او غير عالم ترمنځ توپير نشته، دواړه يو شان مقام، فضيلت او غوروالی لري. د عالم او شرابي خبره او رايه يو ډول حسابل کيږي.

حتی چې د ډيموکراسۍ په نظام کې د مسلمان او کافر فرق هم نشته، که په يو اسلامې هېواد کې کافران اوسيږي هغوی هم د رايې ورکولو حق لري. په داسې حال کې چې کافر هيڅکله د مسلمان سره يو شان نه شي کېدلی. د مسلمان او کافر حقوق د الله تعالی په وړاندې توپير لري، ځکه چې مسلمانان د الله تعالی دوستان دي او کافران د شيطان (دمسلمانانو ددښمن ) دوستان دي. لکه الله تعالی چې په خپل کلام کې فرمايي: اللَّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُوا يُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَوْلِيَاؤُهُمُ الطَّاغُوتُ يُخْرِجُونَهُمْ مِنَ النُّورِ إِلَى الظُّلُمَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ… (٢٥٧ البقرة) ، ژباړه : الله تعالی د مؤمنانو دوست دی چې له تيارو (کفر) نه يې د رڼا (ايمان) ته راباسي او د کافرانو دوستان هغه شيطانان دي چې (دايمان) له رڼا نه يې د (کفر) تيارو ته وردننه کوي، همدا خلګ دوزخيان دي.

الله تعالی ته مسلمانان خوښ او کافران ناخوښه دي، مګر ډيموکراسۍ ته دواړه يو شان او خوښ دي.
همدارنګه دا زموږ ايمان او عقيده ده چې مؤمنان هغه څوک دي، چې په خپل منځ کې رحم کوونکي او پر کافر باندې سختې کوونکي وي لکه الله تعالی چې فرمايي: مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُم…(29) الفتح

ژباړه : محمد (صلی الله عليه وسلم ) د الله تعالی رسول او هغه کسان چې له ده سره دي (مؤمنان) پر کافرانو سخت او په خپلو منځونوکې رحم کوونکي دي.

مګر د ډيموکراسۍ په اصل کې کافر او مسلمان يو ډول حقوق او وجايب لري، هيڅ يو پر هغه بل باندې فضيلت او غوروالی نه لري، ټول يو هېوادوالي او دوستان بلل کيږي.