fbpx

کفري نړۍ د مسلمانانو جرئت چلنج کړی!!!

لیکوال: محمد کمال افغان

کفري نړۍ د مسلمانانو جرئت چلنج کړی او هر کال یې د ایمان فیصدي معلوموي.

لیکوال

لیکوال

له آره او پخوا د مسلمانانو او غیر مسلم کسانو ترمنځ دیني او مذهبي کرکه او نفرت شتون درلود، لري یې او تر قیامت ورځې پورې به دوام کوي. خو نن سبا وخت ناوخت کفري نړۍ مسلمانانو ته حیلې او بهانې جوړوي او په بېلابېلو نومونو او لاملونو یې زوروي او د مسلمانانو پر هېوادونو سیاسي، اقتصادي او نظامي او بالاخره عقیدوي یرغلونه کوي، چې ښکاره بېلګه یې زمونږ ګران هېواد افغانستان، سوریه، عراق او داسې نور هېوادونه دي، چې تر کفري تسلط لاندې دي او دغه لړۍ به تر هغې دوام کوي، څو مسلمانان د دوی د دین او ملت پوره تابعدار شي او د دوی هر اړخیزه غوښتنې ومني، خو په دې کې مسلمانانو ته ډېر لوی ایماني او وجداني خطر دی، چې هغه د دین بدلول په دنیا دي. کافران هر کال د مسلمانانو د ایمان او اسلام فیصدي کچه ازمائي او د مسلمانانو جرئت چلنجوي، هغه داسې، چې هر کال د اسلام او مسلمانانو پر ضد یوه نوې برنامه پلې کوي، لکه کله د قرآن کریم سپکاوی، کله د پیغمبر کاریکاتور رسمول او کله د مسلمانانو په مال، ځان او اولاد ظلم کول. لکه نن سبا چې برما کې کوم بد حال د مسلمانانو دی. عزتونه یې لوټ شول، مسجدونه او مدرسې یې ړنګې شوې، ژوندي جسدونه یې تر خاورو لاندې او وسوځول شول، واړه ماشومان یې د دوی په مخکې اور ته واچول شول، په تیږو وویشتل شول، ګوتې یې په تبرونو پرې شوې او داسې نور ظلمونه. خو له بده مرغه کم شمېر مسلمانانو د همدردۍ اواز پورته کړ او د ایمان او اسلام قوت یې کفري نړۍ ته وښود، چې باید له دغه ظلم څخه لاس په سر شي، چې هغه هم د ځینو په نوم مسلمانانو له لوري رټل کېدل، چې د غفلت په خوب ویده او چوپه خوله لاس تر زنې ناست دي د خپلو مسلمانانو د بدبختیو ننداره کوي او وایې زمونږ غمونه کم دي، چې اوس وار د برما شو، خپل غمونه چاته یوسو او د زړه غوټې چاته وسپړو! دوی هم د نړیوالو رسنیو په څېر د بودیانو او غیر مسلم کسانو په جرمونو څادر هواروي، د کفري نړۍ په پیسو مست بشري حقوق پالونکي چپ دي، مذبذبه مدني فعالان لادرکه دي، ملګري ملتونه او نور بشري سازمانونه غبرګون نه ښیې. خو آی مسلمانانو! نن ستاسې د ایمان او اسلام د ازمایښت شېبې دي، اسلام سرحد او پوله نه لري او پورته شئ د خپلو مسلمانانو ورونو او خویندو د عزت او حیا شمله او پړونی مه پرېږدئ، چې د خاورو سره خاورې شي او دا بې عزته قوم پرې لوبې وکړي. لږ فکر وکړئ، چې ولې د مسلمانانو حالت ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دی؟ لامل یې څه دی؟ لږ فکر وکړئ، چې یو مسلمان پر بل مسلمان څه حق لري؟ د مسلمانانون د اتحاد او اتفاق لارې چارې لټول او هڅې کول د چا دنده ده، حکومت، رعیت، امي، عالم او که د ټول مسلمه امت؟ څوک د اسلام ټیکه داران دي او څوک پر اسلام او مسلمانانو سر ورکوي؟ په برما او ټوله اسلامي نړۍ کې وحشت او ظلم د چا له لوري کېږي او څوک یې ترشاه لاس لري؟ د دغه وحشت او ظلم مخنیوی څنګه امکان لري؟ که مونږ مسلمانان په خپلو خویندو او ورونو غیرت ونه کړو، نو څوک به یې کوي؟ کله مو هم د اسلام او مسلمانانو په اړه فکر کړی؟ که ټول عمر د خېټې غم دی او مونږ او تاسې یو؟ که دغه ټولې پوښتنې خپلې مخې ته کېږدئ، شاید په ځواب موندلو یې برلاسي شئ!. زما په نظر د دغه ټولو مصیبتونو، غمونو او اندېښنو ختمولو لپاره په واقعي توګه په اسلام عمل کول دي او قرآن خپله تګلاره او ستراتېژي جوړول دي، نه د غربي ډیموکراسۍ. د نړۍ د هر ګوټ مسلمان ته د خپل ورور او خور په سترګه کتل، د هغوی غم او ښادي خپل غم او ښادي ګڼل، د معنوي پولو او سرحدونو ورانول، ځکه په اسلام کې سرحد نشته، نو د نړۍ د ټولو مسلمانانو څخه به یو قوي او غښتلی قوت داسې جوړ شي، چې:

۱ – یو شمېر اسلامي هېوادونه شتمن دي، لکه سعودي عربستان او ټول متحد عرب امارات، شتمني دې د دوی وي.

۲ – یو تعداد اسلامي هېوادونه اټمي قدرت لري او پرمختللې عصري وسلې لري، لکه پاکستان او ایران، وسلې دې د دوی وي.

۳ – یو شمېر اسلامي هېوادونه غوره نظم او دسپلین او عسکري نظام لري، لکه ترکیه، نظم او عسکري سیستم دې د دوی وي.

۴ – او افغانستان په څېر هېواد بیا که وسلې، شتمني او عسکري سیستم نه لري، خو پیاوړي، زړور او با شهامته ځوانان او جنګیالي لري، جنګیالي دې د افغانستان وي.

په دې کې نور اسلامي هېوادونه هم کولای شي بېلابېلې برخې واخلي لکه عسکري برخه، اقتصادي برخه، صحي برخه او یا د وسلو له پلوه، نو هغه دی، چې د نړۍ په کچه به یوه پیاوړې قوه جوړه شي او هېڅوک به بیا د مسلمانانو او اسلام د تخریب او اذیت لپاره هڅه ونه کړي او حتی فکرونه به له سره وباسي، ځکه مسلمانان به دا مهال تر بل هر چا زورور وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د