د روژې په مناسبت د مـیرویس نیکــه د جامع جومات خبرتیـــا

د جرمني د بایرن آیالت په پلازمېنه مونشن ښار کې زموږ د اسلامي او فرهنګي مرکز (میرویس نیکه جامع جومات) مشرتابه هیئت د نړۍ په مخ ټولو مسلمانو ته د مبارکې روژې د را رسېدو له کبله مبارکي وايي او ټولو خویندو او وروڼو ته ددې مبارکې فریضې په ادا کولو کې له رب العزت څخه توفیق غواړي.

موږ ټولو مونشن مېشتو او مونشن ښار ته څېرمه افغانانو ته خبر ورکوو، چې له نېکه مرغه د تېر په څېر سږ کال هم د تراویح لمونځ په جریان کې دقران پاک ختم صورت نیسي.
ستاسو قدرمنو او عزتمنو راتګ به د میرویس نیکه جوماتوالو د خوښي سبب او قدمونه به مو ان شاء الله دنېکۍ په تله کې حساب شي.

بلــــــــــــــــــــــــــنه:

تاسو کولای شئ، چې دمیرویس نیکه دجامع جومات په لوی دستارخوان له موږ سره روژه ماته کړئ دا هم دیادونې ده، چې د پخوا په ډول سږ کال هم زموږ یو شمېر دین دوستو او هیواد دوستو افغانانو د روژه ماتي د لکښتونو په پوره کولو کې خپله صمیمانه ونډه واخیسته کور یې ودان خیر دې نصیب شي.

پتــــــــــــــــــــــــــه:

Machtlfinger Strasse 10

81379 – München Ubahn 3
Obersendling

دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عرفان الله
میلمه
عرفان الله

دنن ټکي اسيا قدرمنو مسؤلينو .
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
قدرمنو دغه جامع مسجد (ميرويس نيکه جامع مسجد)ته هر څوک کولي شي چي لاړ شي او زه هم غواړم چي روژه کي ددغي مسجد څخه يوه ليدنه وکړم او څو روژي په جرمني کي دخپلو وطنوالو سره تيري کړم.مننه