افغانستان

ولسي جرګې استازی: د سرپل سقوط سره د جوزجان سقوط تړلی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د سرپل د خلکو استازی «سید حسین شریف بلخابي» وايي چې په دې ولایت کې درې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلي.

نوموړی وايي چې په سوزمه قلعه، سنچارک او کوهستاناتو ولسوالیو کې طالبان پراخ نفوذ لري او د دولت واک د ولسوالیو تر ودانیو محدود دی.

شریف بلخابي په ولایتي چارواکو نیوکه وکړه چې د خلکو او دولت په وړاندې د مسئولیت احساس نه لري. نوموړی وايي چې په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې ۱۴ کلي طالبانو په دومره «ساده ګۍ» او اسانۍ ونیول چې ګویا په دې ولایت کې نه والي شته او نه هم امنیه قومندان.

بلخابي له طلوع تلویزون سره په خبرو کې زیاته کړه چې دا (۱۴) کلي له جغرافیوي لحاظه مهم کلي دي او اوس طالبان په اسانۍ کولای شي چې ولسوالۍ تر برید لاندې راولي.

د ولسي جرګې دغه استازی وايي چې په سنچارک ولسوالۍ کې خو د طالبانو په وړاندې هیڅ مقاومت شتون نه لري. نوموړی زیاتوي د دولت په لاس کې د ځینو سیمو پاتې کیدل د دوی مېړانه نه، بلکې د طالبانو سستي ده:

« همدا لحظه چې زه تاسو سره خبرې کوم، که طالبان راشي له هیڅ مقاومت سره به مخامخ نه شي، دا چې طالبانو تر اوسه پورې ولسوالۍ نه ده نیولې د دوی خپل بې زړه توب دی».

نوموړی وايي چې کوهستاناتو ولسوالۍ کې له ۱۰۰ زیات کلي شتون لري او یوازې ۳ کلي چې د ولسوالۍ له مرکز څخه په حلقوي شکل راچاپیر دي، د دولت په لاس دي، نوره ټوله ولسوالۍ د طالبانو په تصرف کې ده.

د شریف بلخابي په وینا، د ولسوالۍ مرکز مربوطاتو کې د طالبانو واکمنۍ د نشتون لامل دا دی چې طالبان نه غواړي دغه سیمې ونیسي.

د ولسي جرګې دغه وکیل زیاتوي:

«هره ورځ د کوهستاناتو ولسوال، د ملي امنیت مدیر او امنیه قومندان له ما سره اړیکه نیسي او پوښتنه کوي چې تاسو ولې زمونږ فریاد نه اورئ؟ ولې مونږ د نن او سبا په تمه غولوئ».

بلخابي وايي چې شېبه په شېبه د سیمې له خلکو سره په تماس کې دی او د صیاد، سوزمه قلعه، ګوسفندي او بلخاب ولسوالیو کې له شلو ورځو راهیسې ۱۰۰۰ طالبان راغونډ شوي.

نوموړی زیاتوي چې د طالبانو په وړاندې د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت پرسونل کفایت نه کوي او «که خدای ناخواسته سرپل ولایت سقوط وکړي، جوزجان مقاومت نه شي کولای».

په عین حال کې د صیاد ولسوال عبدالله انصاري منلې چې د دغې ولسوالۍ افسوی شرقي او میرزاولنګ دره طالبانو نیولې.

د سرپل ولایت چاراکو له مرکزي دولته د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې او ګواښ یې کړی چې که دوی سره بېړنۍ مرستې ونه شي، نو سرپل ولایت به ډیر ژر طالبانو ته ورخوشې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x