افغانستان

د ګډ حکومت او م م تر منځ د پوليسو د تنخواګانو په اړه اختلافات زيات شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت او ملګرو ملتونو تر منځ د پوليسو د تنخواګانو او اړينو مرستو په اړه ستونزې او ناندرۍ وروسته له هغې زياتې شوي، چې مرستندويه هېوادونو افغانستان سره د مرستو بندولو خبره کړې او ګواښ يې کړی، چې د افغانستان امنيتي ځواکونو سره يوازې هغه مهال مرستې کولای شي، چې په ادارو کې فساد له منځه ولاړ شي.

۲۰۰۱ز کال کې افغانستان ته د امريکايانو له راتګ سره د ايتلافي هېوادونو يوه مهمه پروژه د امنيتي ځواکونو روزنه وه، چې تر اوسه له ستونزو او فساده ډکه ده او بالاخره مرستندويه هېوادونو شرط ايښی، چې د پوليسو په ليکو او ادارو کې د فساد په شتون کې له امنيتي ځواکونو سره مرستې نه شي کولای.

د ملګرو ملتونو او ګډ حکومت تر منځ شخړې وروسته له هغې زياتې شوې، چې ملګرو ملتونو د افغانستان حکومت په اړه په خپل تازه راپور کې د پراخ اداري فساد په اړه خبر ورکړ او له هغې وروسته د ګډ حکومت او ملګرو ملتونو تر منځ د امنيتي ځواکونو تر منځ د پوليسو د تنخواګانو په اړه اختلافات زيات شوي دي.

داسې هم ويل کيږي، که ملګري ملتونه په خپله خبره ټينګ پاتې شي، نو له يو لکو زيات پوليس به له تنخواګانو محروم پاتې شي.

د ګډ حکومت او ملګرو ملتونو تر منځ ستونزې په داسې وخت کې مخ پر زياتېدو دي، چې اشرف غني غوښتي، چې د پوليسو مرستندويه صندوق دې دوی ته وسپارل شي، مګر ملګري ملتونه وايي، چې د پراخ اداري فساد له امله کېدای شي د پوليسو مرستې بيخي بندې کړي.

د مرستندويه هېوادونو يو شمېر ډيپلوماتانو ملګرو ملتونو ته ويلي، چې افغان حکومت سره د نورو مرستو لپاره يوازينی شرط په کورنيو چارو او نورو وزارتونو کې د اداري فساد له منځه وړل دي او که حکومت کې اداري فساد همداسې روان وي، نو کېدای شي، دوی افغانستان سره خپلې مرستې ودروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x