افغانستان

ویسا ورځپاڼه: په ننګرهار کې پاکستانۍ ملېشې د داعش په نامه جنګېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): له څه مودې راهیسې ډیورند لیکې ته څېرمه د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې یو شمېر ناپېژاندي وسله وال په جګړه بوخت دي. په لومړیو کې ویل کېدل چې جنګیالي د «اسلامي دولت» یا داعش ډلې اړوند دي.

اوس په کابل کې ویسا خپرېدونکې ورځپاڼې د ځینو سرچینو له قوله لیکلي چې جګړه ماري د داعش په نامه پاکستاني ملېشې دي. د ورځپاڼې له راپور سره سم دغه ملېشې د خېبر پښتونخوا ایالت د اورکزۍ ایجنسۍ اړوند دي.

ویسا لیکي: «له سیمې څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې د هغو عملیاتو په اوږدو کې چې پاکستانیو ځواکونو د ډیورند لیکې دې غاړې ته د نازیانو په ولسوالۍ کې ترسره کړل، اوس د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې د اورکزیو ایجنسۍ ملېشې د داعش په نامه په جګړه بوختې دي».

د ورځپاڼې په قول، کله چې د پاکستان آی ایس آی د افغانستان له ملي امنیت سره تفاهملیک لاسلیک کړ، پاکستان له طالبانو غوښتي وو چې د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه ومني خو طالبانو دا غوښتنه نه ده منلې.

ویسا لیکي چې په سیمه کې امنیتي ځواکونه د پاکستان له خوا ناخبره ساتل شوي، هغوی ګومان کوي چې داعش د طالبانو پر ضد جنګېږي.

د غني حکومت په هېواد کې دننه له پاکستان سره د اړیکو له امله تر سختو نیوکو لاندې دی. ویل کېږي، ګډ حکومت پاکستاني ملېشو ته اجازه ورکړې ده چې د ډیورند لیکې دې غاړې ته هم په خلاص لاس عملیات ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

داعش ماعش په افغانستان کی نشته او نه ورته اړه ده ، دا چه کوم داعشیان دوی یادوی دا د عزنی د اندړو د ولسوالی د ملی پاڅون په نوم د غنی لاله اربکان دی ، هغه چه په عزنی کی اربکان د لمړی ځل د پاره د حامد کززی او پطروس له خوا د ملی پاڅون په نوم رامنځته شول او هغه د اربکانو پروژه یی حزب اسلامی ته ورکړه چه حزب اسلامی د طالبانو سره په جنګ کړی اوس وار د غنی لالا دی یو احمق متل دیزه به یی ښکاره نه لیکم چه د رسنی چلونکی راباندی… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

بیانزی صیب دا بل ډول حرکات دی ساده برخورد ورسره باید ونشی- په سوریه لبنان- یمن – عراق – او نور ځایونو کی هم دا لوبی راونی دی – ځه فکر کوم چی عربو جنګیالیونه اوس په بل ډول سره استفاده کیږی – د مجاهدینو په لیکو کی به ډیر درزونه وګوری (ځکه ډیر خلک د پیسو لپاره زی) چی هغوی سره ډیری دی- او بل دا چی په اصطلاح خلیفه ډیری ویناوی د مشر به مقابل کی کړی دی؟ سوالونه ډیر دی – د القاعده / جبه نصره جګړی ددوی سره ؟ د جلال اباد پیښ؟ د مسلمدوست ځین… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x