افغانستان

لوی درستیز: ملي اردو د مخالفينو په وړاندې د «هر ډول» اقدام اجازه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د ملي پوځ لوی درستیز وايي چې دولتي امنیتي ځواکونه د مخالفينو په وړاندې د هر ډول اقدام پراخه اجازه لري.

جنرال قدم شاه شهیم وايي چې خپلو عسکرو ته يې امر کړی دی، چې د طالبانو په وړاندې نه په ځمکني او نه هم هوايي بريدونو کې کوم محدودیتونه لري بلکې په ازاد لاس کولی شي پر ضد يې هر ډول اقدام کولی شي.

نوموړي په شمالي ولایتونو کې د ملي اردو له لیکو د لیدنې په مهال هغوی ته مخامخ وویل: « تاسې نور د توپ بندیز نه لرئ، تاسې د شپې د عملیاتو بندیز نه لرئ او تاسې ستاسې د قربانیو په برکت مه د زنداني کېدو وېره لرئ او مه هم داسې فکر کوئ چې له تاسې به څوک پوښتنه وکړي!»

جنرال قدیم شاه شهیم چې څه موده وړاندې د عبدالله عبدالله له لوري د لوی درستیز په ټوګه وټاکل شو، په داسې حال کې د اردو عسکرو ته د « بشپړ پراخ لاس» او بې پوښتنې زمینې ډاډ ورکوي چې اوس هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ملي اردو د توپونو په وسیله لسګونه عام وګړي وژل کېږي.

پرون هم د غزني په قره باغ ولسوالي کې په یوه کور د اردو د توپ د لګېدو له امله دوه مېرمنې شهيدانې او د ماشومانو په ګډون د کورنۍ شپږ نور غړي مرګوني ټپیان شول.

د غزني خلکو تر دې وړاندې هم شکايتونه کړي و، خو تېره ورځ يې ګواښ وکړ، چې د ملي اردو د «ړندو توپونو» مخه ونه نیول شي، دوی به د ځان د دفاع په خاطر د طالبانو ملګري شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

انسان څرنګه لوی درستیز شی ، دغه د خدایی پیاوړتیا معنی لری ، دغه اصطلاح چه چا ټاکلی احمق او یا لا خدا کس وو ، او بیا د غلامی اداری یو بی سواده جنګ سالار ته د لوی درستیز نوم ورکولو په ځای به یی ورته د لوی جنایت کار ، لوی ظالم ، لوی وحشی او ستر قاتل نوم ورکړی وی . په هر صورت د ده دا ابلهانه او غیر مسولانه د چرسیانو شعارونه او لاپی د دوی اخری کمزوری او ناکامی په ډاګه کوی : لمړی اسلام امرکوی چه په جنګ کی به د شنو او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x