غزنی: طالبانو درې اربکي قومندانان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د غزني په قره باغ ولسوالي کې درې اربکي قومندانان له خپلو دوو نورو ملګرو سره وژل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو تېره شپه د عبدالله ګل د پله د پوستې مشر قومندان نثار په یوه بريد کې وواژه او قومندان بلوچ يې بیا نن سهار په یوه بريد کې وژلی دی.

قومندان بلوچ او قومندان حبیب الرحمن د چرګو د پوستې قومندان نن بیا د دوی د ملګرو تر بريد لاندې راغلل او شادی خان کلا سیمه کې ووژل شول.

قومندان بلوچ او قومندان حبیب الرحمن د چرګو د پوستې قومندان نن بیا د دوی د ملګرو تر بريد لاندې راغلل او شادی خان کلا سیمه کې ووژل شول.

د سیمې طالبانو هم جګړه منلې ده او د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته يې ويلي چې د دوی ملګرو تېره شپه قومندان نثار چې د غلام محمد زوی د دېګانو د کلي اوسېدونکی و او د کابل – کندهار په لویه لاره يې د اربکيانو د پوستې مشري کوله په یوه بريد کې وژلی دی.

د سرچينې په قول قومندان بلوچ او قومندان حبیب الرحمن د چرګو د پوستې قومندان نن بیا د دوی د ملګرو تر بريد لاندې راغلل او شادی خان کلا سیمه کې ووژل شول.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې قومندان نثار، قومندان حبیب الرحمن او قومندان بلوچ چې په ظلم يې شهرت درلود، د کابل – کندهار په لویه لاره ترې مسافرو څو ځلې شکایتونه کړي دي، خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

د کابل – کندهار لویه لاره پر قره باغ سربېره د غزني له مقره هم تېرېږي، چې په اوږدو يې اربکيان پوستې لري او د مسافر وړونکو موټرو د موټروانانو له قوله په هر وار تګ ترې زرګونه افغانۍ تروړل کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د