نظــر

د راین کراکر مقطعی او تاکتیکی څرګندونی

rayanراین کراکر د امریکا سفیر په افغانستان کی په خپل اخرنۍ تاکتیکی او مقطعی وینا کی ویلی دی چی ګواکی القاعده په افغانستان کی شتون لری او غواړی بله لویه حمله د سپټامبر دحملی په شان طرح کړی او داځل به امریکا هدف نه وی بلکه خطر به اروپا ته متوجه وی.نوځکه امریکایی عسکر به تر هغه چی د القاعدی خطر موجود وی له افغانستان څخه ولاړ نسی  په دی معنی چی د کال ۲۰۱۴ وروسته به هم امریکایی پوځیان په افغانستان کی شتون ولری !     
کراکر په خپله دی وینا ډیر ځیرکانه څو هدفه په یوه تیر په نښه کړل. غواړم پر هره موخه جلا جلا توضیح ولرم.

 اول: تاسو ته بهتره معلومه ده چی په نژدی ورځو کی د شیکاګو کنفرانس د افغانستان په هکله دایریږی ، د کنفرانس اجنډا و افغانی قواو ته د امنیت د لیږد بهیر ، د ناټو د قواو د وتلو څرنګوالی او د وتلو وروسته په افغانستان کی د نظام د ساتلو لپاره اقتصادی مرستی ،ټاکل سوی وه خو وروسته د اروپاییانو د شک او تردید په ارتباط ، د قطر د خبرواترو ګزارش هم پر اضافه سو .له یوه طرفه اروپاییان نور په د افغانستان د جګړی دوام نه غواړی له بله طرفه د کابل د اداری د فساد له کبله او په اروپاکی د اقتصادی بحران له وجهی نور نه غواړی سخاوتمندانه مرستو ته دوام ورکړی.خو امریکا د اوس څخه هڅی پیل کړیدی  ترڅو اروپاییان په مرګ ونیسی په تبه یی راضی کړی، یعنی امریکا به د اروپاییانو څخه د نظامی قواو د شتون دوام  وغواړی، تر څو د وتلو وروسته د ډیرو پیسو ژمنو یی راضی کړی ،نو ځکه راین کراکر په خپله دغه وینا د امریکا تاکتیکی اهداف تر سره کړل چی یو هم د اروپا د تهدید په هیله د شیکاګو و کنفرانس ته مقدمه چینی وه.
دوهم :امریکایی او پاکستانی نظامیان او دیپلوماتان د مناسباتو د بیا رغونی د هڅو په لړ کی په خبرواترو بوخت دی ، کراکر په دی وینا څه نور فشار پر پاکستان اضافه کړ،هلته د امریکا او پاکستان ترمنځ  ترینګلتیا د دواړو خواو ګټی د خطر سره مخ کړی دی، د امریکا مهم ضرورت دادی چی د پاکستان لاره باید د ناټو پرمخ خلاصه وی ځکه تربل هر وخت اوس د ناټو لپا ره ددی لاری د خلاصون ضرورت ډیر دی  ځکه دناټو قواوی ،تجهیزات او سنګین وسایط د یوی لسیزه په دوران کی د پاکستان له طریقه داخل سوی دی او اوس چی تر ۲۰۱۴ کاله پوری د وتلو ټکل سوی دی طبعی خبره ده چی د بیرته تګ په وخت کی ضرورت زیادتر وی،که څه امریکا کوشش وکړ چی د تبلیغاتو په ډول د متبادلو لارو په پیدا کولو د منځنۍ اسیا او هند خبری ډیری کوی خو عملا تنها  روسیی یوه هوایی اډه ورکړه هغه هم صرف د لوژستیکی اکمالاتو لپاره،   دا په داسی حال کی چی اوس فعلا دا لاره بنده ده. داچی لس کلن نظامی اکمالات د یوه کال په جریان کی بیرته ستانه سی ډیره مهمه موضوع ده په هرصورت د ناټو او امریکا اشد ضرورت په ګوته کوی.نو ځکه د امریکا او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو پر بهیرد فشار په توګه د راین کراکر وینا جاری سول.
دریم: طالبانو د څو ورځو را پدی خوا د قطر د خبرواترو بهیر د ځینو دلایلو پربنسټ تعلیق کړ، راین کراکر دریم هدف په نښه کړ او په دی وینا یی طالبان  په یو ډول غیر مستقیم تهدید کړل او یا یی تر فشار لاندی ونیول تر څو د مذاکراتو بهیر ته محتاطانه بیا را وګرزی .
څلورم: دا هدف ډیر جالب دی راین کراکر ماهرانه وغوښتل په خپله دی وینا سره د کابل وارخطا چارواکو او کړیو ته ډاډګیرنه ورکړی چی ګواکی دوی تنها نه پریږدی او تر ابده به یی وساتی. له کومه وخته چی د قطر خبری اتری تر غوږ سوی دی د ځینو نامشرع ثروتمندانو بدنه په زیږد سوی ده ،تاسو د مطبوعاتو له طریقه اوریدلی دی چی په اخرنۍ څومیاشتو کی په ملیاردونه افغانۍ د کابل هوایی میدان له طریقه د پولو بهر لیږدول سویدی. تاسو ته بهتره معلومه ده چی سوداګر د بانکونو له طریقه لیږد رالیږد کوی ،اما کومی پیسی چی غیرله بانکی سیستم څخه لیږدول کیږی ټول هغه نامشروع پیسی دی چی نه غواړی نړیوالو او بانکونو ته یی حساب یا محل معلوم سی ،ځکه یی په صندوقونو او بیکونو کی د پولو بهر انتقالوی.امریکاییان ددوی د وارخطایی څخه احساس د تشویش وکړ ترڅو د نظام شیرازه د مخه تر وخت و نه شوړیږی . نو ځکه راین کراکر په خپلو دا څرګندونو په یو ډول دوی ته هم ډاډ ورکړ او داسی یی ورته تفهیم کړل چی ګواکی د القاعده سره جګړه اوږده ده او موږ تاسو یوازی نه پریږدو.
ما وویل چی د کراکر دا وینا مقطعی او تاکتیکی ده یعنی محض د اوسنی مقطع لپاره یو موقت  تاکتیک دی .ځکه اصل واقعیت خو دادی چی سپینی ماڼۍ د بن لادن په وژلو په لوړ سر وویل چی  موږ د القاعدی ۸ نفره جګ پوړی چارواکی له منځه یووړل ،نور القاعده یو باالفعل خطر نه ګڼل کیږی ،سازمان یی تیت پرک سو متباقی غړی یی د ناټو دفشار له کبله و افریقا ته متواری سویدی . له بله طرفه افغان ریس جمهور څو څو ځله ویلی دی چی القاعده او تروریستان د افغانستان په کلو او بانډو کی نسته بلکه د پولو بلی خواته دی. نو اوس څنګه راین کراکر وای القاعده په افغانستان کی شتون لری او هغه هم لویه حمله پر اروپا پلان کوی؟
مهمه خبره خو داده چی ډیره د شرم خبره به وی چی د امریکا او ناټو په لس کلن شتون کی چی قواوی یی د ښارونو څخه نیولی بیا تر کلو او بانډو پوری غځیدلی دی، بیا هم القاعده په دومره قوت په افغانستان کی موجود وی چی لوی حملی پلان کوی؟ طبعا د امریکا سفیر په افغانستان کی د واقعیتونو څخه بی خبره هم ندی ، مګر دا څرګندونی یی صرف د مقطعی تاکتیک په توګه پر روانو چارو د فشار په معنی کړی دی.
القاعده پخوا هم په پاکستان کی وه او اوس هم که پاته وی ،په پاکستان کی دی د بن لادن وژنه په اسلام اباد کی ښه ثبوت دی  ایمن الظواهری هم د پاکستان څخه ویدیوی نوارونه خپروی. اما جګړه د لسو کلونو په اوږدو کی په افغانستان کی دوام لری دا هغه واقعیت دی چی امریکا،نړیوال او د افغان ولس ټول په څرګند ډول په پوهیږی، خو راین کراکر د امریکی سفیر په کابل کی ،وای القاعده په افغانستان کی شتون لری او یوی بلی لوی حملی ته تیاری نیسی چی دا ځل به خطر امریکا ته متوجه نه وی بلکه اروپا به په نښه سی.

عبدالباری”عارض”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x