د روژې له راتلو وړاندې بايد دغه لارښوونې عملي کړو

ليکوال: خالد بن عبدالرحمن الدرويش

ژباړن: احمدالله احمدزی

دغه پيغام هغو مسلمانانو لپاره دی، چې د الله تعالی په فضل او مهرباني د ښه صحت او عافيت په درلودو رمضان مياشتې ته ورسېده او هڅه وکړي، چې له دغه طلايي چانسه په ګټه اخيستو خپل ايمان تازه کړي او پاتې يوولس مياشتې بيا له دغو لارښوونو او تمريناتو په استفاده نېک اعمال وکړي.

د روژې له مياشتې د سالمې استفادې لپاره مې ګرانو لوستونکو ته لس خبرې په نښه کړي او هيله ده، چې ګران لوستونکي يې په خپله هم عملي کړي او نورو دوستانو سره يې هم شريک کړي.

روژه بايد څنګه استقبال کړو؟

پوښتنه: د روژې د ښه استقبال چاره کومه ده؟

مسلمانان بايد د روژې مبارکه مياشت يو غنيمت وګڼي او دغه چانس له لاسه ورنه کړي او يو بل سره د خير په کارونو کې سيالي وکړي.

په دې اړه دغه لاندې لس لارښوونې د روژې په اړه ډېرې ګټورې دي

اول: موږ بايد دعا وکړو، چې الله تعالی مو په خير او عافيت تر روژې ورسوي، تر څو د روژې په مبارکه مياشت کې د الله تعالی عبادت، لمونځونه، تلاوت او نور اذکار په ښه طريقه وکړو. له انس رضي الله عنه روايت دی، چې کله به رجب داخل شو، نو رسول الله صلی الله وسلم به فرمايل: « اللهم بارك لنا في رجب وشعبان وبلغنا رمضان» او د روژې مياشت به چې راښکاره شوه، نو بيا دا دعاوايه: « الله أكبر اللهم أهله علينا بالأمن والإيمان والسلامة والإسلام , والتوفيق لما تحب وترضى ربي وربك الله» رواه الترمذي , والدارمي

دوهم: روژې ته له رسېدو سره سم بايد د الله تعالی شکر او حمد پر ځای شي. امام نووي رحمه الله په کتاب الاذکار کې ليکلي: «پر چا چې د الله تعالی له لوري کوم نعمت بيا پېرزو شي، نو هغه بايد د الله تعالی شکر ادا کړي او ثنا يې ووايي.» مسلمان چې په سالم صحت روژې ته ورسيږي او الله تعالی دغه مياشت کې د عبادت او طاعت توفيق ورکړي، نو بايد د الله تعالی شکر ادا کړي او دغه دعا ووايي: الحمد لله حمداً كثيراً كما ينبغي لجلال وجهه وعظيم سلطانه

درېيم: د روژې په داخلېدو بايد خوښي کړو او يو بل ته زېري ورکړو. له رسول الله صلی الله عليه وسلم ثابت دي، چې خپلو اصحابو ته به د روژې د داخلېدو مبارکي ورکوله او فرمايل به يې: جاءكم شهر رمضان , شهر رمضان شهر مبارك كتب الله عليكم صيامه فيه تفتح أبواب الجنان وتغلق فيه أبواب الجحيم … الحديث . د رمضان مياشت درته راغله، رمضان داسې يوه مبارکه مياشت ده، چې الله تعالی په کې پر تاسې روژه فرض کړې، په دې مياشت د جنت دروازې پرانستل کيږي او د جهنم دروازې په کې تړل کيږي.

صحابه کرامو او سلفو علماوو به هم د روژې په رارسېدو خوښي کوله او يو بل ته به يې مبارکۍ ورکولې او دا ځکه د خوښۍ ځای دی، چې د الله تعالی له لوري د عبادتونو توفيق او د رحمتونو دروازې پرانستل کيږي.

څلورم: د روژې له داخلېدو وړاندې بايد يو منظم پلان او کړنلاره ولرو، تر څو له دې مبارکې روژې سالمه استفاده وکړو. زموږ ډېر خلک حتا دينداران مو د دنيا کارونو لپاره خپله منظمه کړنلاره ټاکي، مګر هغه خلک ډېر کم دي، چې د اخرت او ديني کارونو لپاره هم يو منظم پلان ولري؛ ځکه چې موږ مسلمانان خپل ديني ژوند ته اهميت نه ورکوو او يا په لوی لاس د الله تعالی امرونه ضايع کوو او دا مو هېر دي، چې ديني امرونه د انسان د نفس او تربيې لپاره راغلي او د دنيا او اخرت بريا په همدې الهي امرونو کې ده.

موږ مسلمانان بايد د روژې شپو ورځو لپاره يوه منظمه کړنلاره وټاکو تر څو له دې مبارکې مياشتې سالمه او کاري استفاده وکړو او دغه ليکنه هر لوستونکي سره د روژې له مبارکې مياشتې د ښې استفادې اخيستو مرسته کوي ان شاءالله

پنځم: د روژې له مياشتې او د عبادتونو له وختونو په رښتيني هوډ ګټه پورته کول او څوک چې الله تعالی سره رښتينی شي الله تعالی يې مرسته کوي، د عبادت توفيق ورکوي او د خير لارې ورته پرانيزي.

شپږم: د روژې په فقهې احکامو ځان پوهول ډېر اړين دي او هر مسلمان بايد د الله تعالی عبادت د پوهې او علم له مخې وکړي او په فرايضو کې جهل هېڅکله د بښلو وړ نه دی او يو په دغو فرايضو کې روژه او د دې احکام دي. هر مسلمان بايد د روژې له راتلو وړاندې د روژې په فقهي احکامو ځان پوه کړي. الله تعالی فرمايي: { فَاسْأَلوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لا تَعْلَمُونَ } [ الأنبياء :۷}

اووم: موږ بايد روژه په داسې حال کې استقبال کړو، چې د ګناهونو د پرېښودو ټينګ عزم مو کړی وي او الله تعالی ته رښتينې توبه وباسو او داسې توبه چې بيا دې ګناهونو ته د ورګرځېدو جرئت ونه شو کړای او همدا روژه د توبې مياشت ده او څوک چې په روژه کې توبه ونه باسي، نو کله به يې باسي. الله تعالی فرمايي: { وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعاً أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ } [ النور : 31].

اې مؤمنانو، ټول الله تعالی توبه وباسئ چې بريالي شئ

اتم: موږ بايد ذهنا او روحا روژې ته تيار يو او د روژې د فضيلت او احکامو په اړه کتابونه، لنډې ليکنې، رسالې او د علماوو سمعي او بصري ويناوې واورو، چې د روژې احکام او فضايل بيانوي. رسول الله صلی الله عليه وسلم به د خپلو اصحابو ذهنونه له روژې د سالمې استفادې لپاره تيارول.

نهم: پوهان او علما بايد د الله تعالی لور ته د دعوت لپاره بشپړ تياری ولري.

٭په جوماتونو او غونډو کې لنډې دعوتي ويناوې وکړي
٭ پر خلکو دعوتي کتابونه او فقهي درسونه وېشل
٭ د روژې سوغات په نوم خپلو دوستانو عملي او دعوتي کتابونه او د علماوو ويناوې ورکول.
٭ خپل دوستان او نور خلک فقيرانو او مسکيانو سره مرستو ته هڅول، چې صدقې او زکاتونه دغو بې وزلو مسکينانو ته ورکړي.

لسم: روژه بايد د خپل ژوند په پاکه صفحه استقبال کړو، هغه دا چې الله تعالی ته رښتينې توبه وباسو، د رسول الله صلی الله عليه وسلم ټول امرونه ومنو او له کومو کارونو يې چې منعه کړي يو، له هغو ځانونه وژغورو. والدينو، دوستانو، خپلوانو، د ژوند ملګري، اولادونو او نورو سره د نيکۍ او ښو رسولو هوډ وکړو. په کومه ټولنه چې ژوند کوې، نوبايد نېک اخلاق او اعمال وکړې او خلکو ته دې خير ورسيږي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «أفضل الناس أنفعهم للناس» په تاسې کې بهتر هغه دی، چې خلکو ته يې ډېر خير رسيږي.

مسلمان بايد روژه داسې استقبال کړي، لکه تږې ځمکه چې د باران په تمه وي، يا ناروغ چې طبيب ته سترګې په لار وي او يو مين د خپل غايب محبوب د راتلو شپې ورځې څاري.

اللهم بلغنا رمضان وتقبله منا إنك أنت السميع العليم .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د