د برتانيې يو ښوونځي کې په روژه نيولو بنديز لګېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د برتانيې په يو ښوونځي کې پر مسلمانو زده کوونکو د روژې نيولو بنديز لګېدلی دی.

له لندنه خپرېدونکې «ټيليګراف» ورځپاڼې ليکلي، چې يو ښوونځي پر مسلمانو زده کوونکو له دې امله د روژې نيولو بنديز لګولی، چې روژه د دوی صحت زيان اړوي.

د ورځپاڼې په وينا د لندن ختيځ کې د ليټون سيمې «بارکلې» نوم ښوونځي د مسلمانو زده کوونکو کورنيو ته پيغام لېږلی، چې پر خپلو بچيو دې روژې نه نيسي او د بارکلې ښوونځي مسؤولين وايي، چې دوی خپلو اړوندو نورو ښوونځيو ته هم امر کړی، چې د زده کوونکو صحت ته د زيان رسېدو د وېرې له امله دې پر مسلمانو زده کوونکو د روژې نيولو بنديز ولګوي.

برتانيې کې د اسلامي ټولنو له لوري پر دغه ښوونځي سختې نيوکې شوي او وايي، چې د روژې اجازه ورکول او نه ورکول د اسلامي شريعت کار دی او بل هېڅوک دا حق نه لري، چې په داسې پرېکړو کې مداخله وکړي او زده کوونکي له روژې نيولو منعه کړي.

ټيليګراف د برتانيې د مسلمانانو د اتحاديې د وياند له قوله ليکلي، چې اسلام د روژې په اړه داسې قواعد ټاکلي، که څوک يې نه شي نيولی، نو اسلام اجازه ورکړې او په دې اړه د ښوونځي مداخلې بې ځايه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د