افغانستان

افغاني عسکر، بهرنیان دطالبانو په لمسون نه بلکه درواني ناروغیوله کبله وژني

isafinkabul(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۲/۰۲) په کابل کی دایساف ځواکونو قومندان ورسنیو ته دخبرو پروخت وویل، دافغاني عسکرو له لوری دبهرنیو عسکرو وژل دطالبانو په لمسون نه بلکه دبریدګر عسکردکورني، شخصی مشکلات او روانی ناروغي ددي لامل ګرځي چی پهرنیو عسکروباندی ډزي وکړي.

نوموړي دخپلو خبرو پروخت وویل دروان کال په اږدو کی اوه لس تنه بهرنیان دافغاني عسکرو له لوري وژل شوی دي. دایساف ویاند کارسټن جاکبسون زیاته کړه اوه لس تنه بهرنیان دافغانی عسکرو له لوري د هیوادپه مختلفو سیمو کی د۱۰ بریدونو په صورت کی وژل شوی دي. دفاعي څیړونکي وایی دافغاني عسکرو له لوري پربهرنیانو باندی بریدونه دوه لاملونه په نښه کوی یاخو به کیداي شي افغاني عسکرو کی دبهرنیانو په خلاف نفرت اوکرکه راپورته شوی وی، اویاهم کیدای شي دافغاني عسکرو په منځ کی طالبانو ځای موندلي او ملګري یی دعسکرو په صورت کی ورته دننه کړي دي. خو دایساف قومندان بیا وایی چی یا خبره داسي نه بلکه کوم بریدونه چی دافغانی عسکرو له لوري پربهرنیو ترسره کیږي، دبریدګر عسکر دشخصی، کورنی مشکلاتو اویاهم دنوموړي درواني ناروغیو له کبله ترسره کیږي. نوموړي زیاته کړه داد افغانستان دڅارګري اداري مسئولیت دی چی عسکرترسختي څارني لاندی ونیسی خوصا هغه عسکر چی به طبعیتونوکی یی کوم بدلون رامنځ ته شوی وي، اوپه خاصه توګه هغه عسکر باید ډیرتعقیب او ترڅارني لاندی ونیول شي،کوم عسکر چی دډیر وخت لپاره له دندی څخه کورته په رخصت تللی وي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x