څرنګه په ورځ کې قرآن کریم لوستلای شې؟

ژباړه او ترتیب: عبد الرحمن مدني

د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه عبد الله بن مسعود روایت کوي: چاچي د قرآن کریم څخه یو حرف ووایه، هغه یوه نیکي اخلي، او هره نیکي د لسو نیکیو سره سمون خوري، زه دا نه وایم، چې (الم) یو حرف دی، بلکې : الف حرف دی، لام حرف دی، او میم حرف دی.

دا خو یې فضیلت سو، راځو دې سوال ته چې څرنګه په ورځ کې قرآن کریم ختمولای سو؟

الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لا نبي بعده، اما بعد:

مونږ ډیر ځله د سلف صالحینو او پخوانیو نیکانو په اړه اوریدلې، چې هغوی به په یوه ورځ یا یوه شپه کې قرآن کریم مکمل تلاوت کاوه، او چا به په یوه شپه او ورځ کې قرآن کریم مکمل تلاوت کاوه، او مونږ ته دلته اکثره سوال پیدا کیږي، چې ایا دې کې به نو مبالغه نه وي؟! ایا دا به رشتیا دي؟

خو حقیقت دادی چې دا هر څه رشتیا دي، او حتی اوس هم ممکن دي، خو صرف لوړ همت او قرآن کریم ته وخت ورکول غواړي.

پخوا زمانه کې په وختونو کې برکت وو، ځکه چې هغوی د ماخوستن لمانځه وروسته ویده کېدل، او د سهار لمانځه وروسته په خپلو کارونو پسې وتل، زمونږ شپه په مجلس او ورځ په خوب تېره سي، او ورځ منځ کې دفتر، دوکان او نوري ستړیاوي، او بیا خوراک، مجلس او خوب، په منځ کې تلویزون، راډیو، موبایل، انټرنیټ، فیس بوک او سل نور بې ځایه او غیر ضروري مشغولتیاوي.

شپه او ورځ څلورویشت ساعته ده، که یو کس یوه سیپاره په ۲۰ دقیقو کې تلاوت کولای سي، نو هغه په لسو ساعتونو کې بشپړ قرآن کریم تلاوت کولای سي، او که په ۱۵ دقیقو کې څوک قران کریم تلاوت کولای سي، نو دا وخت اوه ساعته او څو دقیقو ته را ټیټیږي.

لاندي تقسیم اوقات او معلومات مي یو ویب پاڼه کې ولیدل، نو ژباړل مي د خپل ځان او لوستونکو لپاره جالب وبلل، که یې تاسو هم عملي کړئ، که په ورځ کې بشپړ قرآن کریم ونه ولوستلای سئ، په دوه ورځو کې به یې ان شاء الله حتما ولولئ، صرف همت لوړ کړئ، اراده، اخلاص او د قرآن کریم ثواب په نیت کې ولرئ، او د همداسي د روژې د مبارکي میاشتي تقدس او یوه یوه شیبه یې قیمتي وبولئ.

راځم خپل ژباړي ته:

ته هم د سلفو صالحینو او صحابه کرامو غوندي په یوه شپه او ورځ کې قرآن کریم تلاوت کولای سې، خو په لاندي شرطونو:
۱- که د هغوی په شان زړه ولرې، مخلص زړه، خپل رب ته هوسناکه زړه، داسي زړه چې په خپل رب باندي نیک ګمان کوي، پر خپل مولا باندي پوره توکل لري، او هغه د ځان لپاره کافي بولي، د هغه رضا د حاصلو لپاره د نورو سره مسابقه کوي، او د نیکیو د حاصلولو په خاطر تر نورو سبقت کوي، که ته داسي زړه لرې، نو راځه، ته هر څه کولای سې.
۲- باید چې خپل ځان داسي مشغول وګڼې، چې په ټول شپه او ورځ کې یوه دقیقه هم فضول نه لرې، ته د فضول کارونو لپاره هیڅ وخت نه لرې، ځکه ته د لوړ همت خاوند یې، او خصوصا په روژه کې ستا کارونه تر بل هر وخت زیات دي، لمونځ، تلاوت، روژه، کار ته تګ، د کور لپاره سودا او سل نور کارونه.
مګر ته د فضول کارونو او فضول ناستي او تر حد زیات خوب لپاره هیڅ وخت نه لرې.
۳- ته د مخلص زړه، او لوړ همت تر څنګ لوړ عزم لرې، او د روژې تر مخه دي د روژې لپاره تیاري نېولې، په سخته ګرمي کې او په اوږدو ورځو کې دي روژې نېولي دي.
۴- داسي ملګري لرې ، چې ته د هغوی سره مسابقه او مقابله وکړې، ځکه چې په اوس وخت کې داسي کسان موندل لږ مشکل دی، نو خیر دی د صحابه کرامو او سلف صالحینو سره مسابقه وکړه، هغوی خپل قدوه او مثال وګرځوه، خو که دي بیا هم داسي کسان وموندل، مه یې پریږده، په اوس وخت کې تر دې ښه خلک به بیا ونه مومې.
۵- په تلاوت کې حدر کوه، چابک او په نرمه یې وایه، او د تجوید احکام مراعاتوه.
۶- تکلف کله هم مه کوه، ته وخت نه لرې، او ډیر زیار هم نه سي ایستلی، ځکه چې امکان سته، ستونی دي وچ شي، او په دې صورت کې د روژې له کبله اوبه نه سي چیښلی، نو خپل د ژوند او نفس سره دي احتیاط کوه، او مه هیره وه، تکلف اصلا په دین کې حرام دی.
۷- د هري دقیقې احترام کوه، او خپل وخت ښه منظم کړه، یوه سیپاره تر ۱۵ دقیقو زیات وخت نه اخلې، او که په دې چټکتیا سره قرآن کریم تلاوت کړې، نو په ورځ کې د بشپړ قرآن کریم لوستلو لپاره ته اوه نیم ساعته وخت ته اړتیا لرې، مطلب (۴۵۰ دقیقې).. او په ورځ کې مونږ ۱۴۴۰ دقیقې لرو.
ودې لیدل چې دا کار څومره اسانه دی؟!
۸- حتما باید دغه اوه نیم ساعته په داسي وخت کې را وباسي، چې ته هغه وخت کې نور هیڅ کار نه لري، خپل اوقات منظم کړه، او هغه وخت د تلاوت لپاره اختیار کړه، چې د نورو کارونو څخه خلاص یې، هر سړي ته خپل فارغ اوقات ښه مالومیږي.
مثلا:
– د پيشلمي څخه د سهار تر لمانځه پوري یو ساعت وخت تلاوت ته ورکړه، په دی وخت کې (۴ سیپارې) لوستلای شې.
د اذان او اقامت په منځ کې ۲۰ دقیقې وخت دی، یوه سيپاره او لږ زیات
– د سهار لمانځه وروسته تر لمر ختو پوري ۶ سیپارې

په بس، موټر یا بل شي کې کار ته ځې، او راځې، نو اقلا ۱۵ دقېقې تګ او ۱۵ بیرته راتګ ، ۳۰ دقیقې سولې، دوه سیپارې، او که ډیر وخت وي، مثلا یو ساعت تګ او یو ساعت بیرته راتګ، نو ۱۲۰ دقیقو کې ۵ سیپارې، کیدای سي ستړی به یی، ۵ دقیقې می د استراحت وخت درکړ.

که نارینه یې، نو د مازیګر لمانځه وروسته چې کورنۍ دي د روژه مات په برابرولو بوخت دي، ته په مسجد کې کښينه، تلاوت وکړه، تقریبا ۳ ساعته وخت دی، ۱۲ سیپارې ویلای سې، او که لږ ووایې، نو ۱۱ سیپارې.

– د ماخوستن تر لمانځه مخکې پنځلس دقیقې ، د اذان او اقامت تر منځ ۱۵ دقیقې، نو دوه سیپارې دلته لوستلای سې.

خو زما نصیحت دی، چې نیژدې مسجد وګوره، تر څو لیري مسجد ته په تګ راتګ کې وخت ضایع نه سي.

که میرمن یې، او لکه نارینه د دفتر، دکان او شرکت کار نه لرې، نو بیا خو لا ښه دی، د سهار لمانځه وروسته تلاوت ته ۵ ساعته وخت ورکړه، د ۱۷ سیپارو څخه تر ۲۰ پوري لوستلای سې، او بیا د نهه بجو څخه د ماپښين تر اذان نیم ساعت مخکې پوری، او په یاد لره چې د لوړ همت خاوندان ډیر خوب نه کوي.

– په یاد لره چې ځیني داسي کارونه هم وي، چې د هغه تر سره کولو په وخت کې بیا هم قرآن کریم لوستلای سې، لکه په دوکان، دفتر وغیره کې بې کاره او فارغه ناسته، نو وخت مه ضایع کوه، تر بې ځایه او بې ګټو خبرو خو د قرآن کریم تلاوت درته ښه دی.

– د تراویح په منځ کې چې راحت کیږي، هغه وخت کې هم قریب نیم ساعت وخت لرې، کولای سې چې دوه سیپارې ولولې.

– که دې قرآن کریم حفظ کړی، نو مبارک دي سه، تاته خو هیڅ مشکل نسته، هر ځای او هر وخت قرآن کریم تلاوت کولای سې.

– که د عمرې سعادت الله پاک در نصیب کړ، نو هلته خو په بیکاره خبرو باید هیڅ کله وخت ضایع نه کړې، ټوله ورځ قرآن کریم لوستلای سې، او خپل وخت د تحفو په رانیولو مه ضایع کوه، خپل په هیواد کې تر دې ښه تحفې موندلای سې، په یاد لره چې کعبه او اجر یې یوازې همدلته دی، او تحفې هر ځای سته.

که ددې وختونو خیال وساتې، او ښه یې منظم کړې، کولای سې چې په یوه ورځ او شپه کې بشپړ قرآن کریم تلاوت کړې، زه نه غواړم چې ځان باندي تکلیف راولې، همدومره کافي دی، او په یاد لره چې د الله پاک لږ او دوامداره اعمال خوښیږي.

فکر کوم څوک چې په نیکیو کې مقابله او مسابقه کول غواړي، هغه به همداسي کوي، او ګوره په یاد لره:

روژه یو څو محدودي ورځي دي

په یاد لره چې د قرآن کریم د تلاوت په وخت کې تدبر شرط نه دی، په دې باندي ډیرو علماو فتوا ورکړې، خصوصا کله چې وخت او زمان ډیر قیمتي وي.

او خیر دی که په یوه ورځ کې بشپړ قرآن کریم ونه لوستلای شې، په درو ورځو کې هم ښه دی، همت لوړ لره.

داسي کتابونه ولوله چې د قران کریم پر تلاوت باندي تشویق ورکونکي وي.

ددې کار اصول دادي: اخلاص، توکل، د خدای څخه د کومک غوښتنه، او صبر.

څرنګه ځان فارغ کړم: خوله بنده کړه، موبایل بند کړه، انټرنیټ او مسینجر بند کړه، بې کاره او بی خونده غیر ضروري کارونه د روژې وروسته ته وځنډوه، او که زما منې، بې ځایه کارونه د روژې وروسته هم مه کوه ځکه عمرونه ډیر قیمتي دي، او تر هر څه مخکې اخلاص وکړه.

دا موضوع نشر کړه، اول خو به خپله پر تا باندي باعث سي، چې عمل په وکړې، او که بل چا هم عمل په وکړ، نو هغه چې څومره اجر ګټي، هغومره به ستاوي، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي: الدال علی الخیر کفاعله. که دې چاته نیکي ور وښودل، او هغه عمل باندي وکړ، نو ته به همداسي یې لکه عمل چې دي په کړی وی، او هغومره ثواب به ګټې.

یادونه:

ددې مقالې غرض دادی چې تاسو پوه سئ، که خپل عمر او کارونه منظم کړئ، نو ډیر څه کولای سئ.

تدبر په قرآن کریم کې هغه وخت ممکن دی، کله چې دي د تلاوت په وخت کې زړه حاضر وي، یوازي په کرار لوستلو باندي تدبر نه کیږي، بلکي د تدبر لپاره د زړه حضور ضروري دی، که یو کس د تجوید احکامو خیال ساتې، او چټک تلاوت کوي، نو بیا هم که یې زړه ټول قرآن کریم ته متوجي وي، تدبر ورسره کولای سي، البته هغه څوک چې په معنی یې پوهیږي.

الله دي په روژه مبارکه کې زمونږ او ستاسو نیک اعمال قبول کړي.

لاندي جدول جوړ کړه، او خپل د هري ورځي د تلاوت اندازه ولیکه.

Jadwal-tilawat-

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Emran
میلمه
Emran

ماشالله ښه ليکنه ده، خو ډيره مبالغه پکي شوي، د لوړ همت خبر شوي خو پدي يقين لرم چي په ټول عمر کي يوه ورځ داسي عمل همدي ليکونکي ندي انجام کړي. حال دا چي دا محترم هره ورځ دا عمل د تکرار سپارښتنه کړي. انسان انسان دي نه ماشين، او هرڅوک تر خپل وس مکلف دي. او داسي څه بايد و نه ويل شي چي خپله عمل پ ي نشو کولي . يوه ورځ به سړي رخصت وکي، وخت به ورکړ شي خو دوامدار دا کار ناممکن او مطلقا ناشوني دي. افراط ندي پکار د الله دين ډير اسانه… نور لوستل »