افغانستان

طالبانو څرخي پله زندان کې د قرآن پر تفسیر لګیدلی بندیز غندلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د څرخي پله زندان په څلورم بلاک کې زندانیان د قرآن کریم تفسیر او ژباړې ته نه پرېښودل کېږي.

د دې بلاک نوي ټاکل شوي قومندان زندانیانو ته امر کړی، چې په قرآن کې ټول هغه سورتونه او ایاتونه چې د جهاد ذکر پکې شوی باید نه تفسیر او نه هم وژباړل شي.

د څرخي پله زندان د څلور بلاک دې قومندان زندانیان د قرآن کریم له تفسیر او ژباړې منع کړي او هم يې ورته امر کړی چې باید په زندان کې لنګوټې پر سر نه کړي.

د زندان له څلورم بلاک نه رسيدلي معلومات ښيي چې د دې بلاک قومندان داود د قرآن کریم د «التوبه» او «الانفال» سورتونو ژباړه، تفسیر او تدریس منع کړی دی او زندانيان يې ګواښلي چې که د دې سورتونو پر تدریس ولیدل شي سخته سزا به وويني.

د معلوماتو له مخې قومندان داود چې د لوګر ولایت اوسېدونکی دی، دوه میاشتې وړاندې په یاد زندان کې د څلورم بلاک قومندان ټاکل شوی دی، چې تر اوسه يې ګڼ زندانیان په بېلابېلو پلمو، وهلي ټکولي او ځورولي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي له زندانیانو سره دغه ډول چلند او په مسلمان هېواد کې د قرآن پر تفسیر او ژباړه بندیز غندلی دی او په بشري بنسټونو يې د همکارۍ غږ کړی دی.

دغه خبرپاڼه وايي چې قومندان داود نه یوازې پر دې بندیز بسنه کړې ده، بلکې په بېلابېلو پلمو غمر خوړلي زندانیان هم د بې هوښۍ تر بريده ډبوي.

خبرپاڼه وړاندې لیکي: «قوماندان داؤد د بنديانو د وهلو ترڅنګ په ‌ډاګه له هغوی د رشوت غوښتنه هم کوي او د هغو بنديانو مکتوبونه چي د بند موده يې بشپړه شوې وي هم د پيسو اخيستلولپاره له ځانه سره ساتي او بیا يې د پيسو په بدل کي ورکوي، معلومات وايي چي نوموړي قوماندان تېره ورځ يو سپين ږیری بندي په دې خاطر سخت وواهه چي د هغه د خوشي کېدلو مکتوب يې د پيسو اخيستلو سربېره هغه ته نه ورکاوه او کله چي هغه بيرته د خپلو پيسو غوښتنه ورڅخه وکړه ده بندي په وهلو ډبولو سره په وينو رنګ کړ .»

طالبانو د بشري حقونو پر بنسټونو او نړیوال سره صلیب غږ کړی چې په دې زندان کې دې د داسې کړنو مخه ونیسي او په خبره يې دغه بنسټونه باید د دې مظلومو د غږ رسولو په برخه کې همکاري وکړي.

تر دې وړاندې هم په هېواد کې د بېلابېلو زندانونو نه د وهلو، شکنجو او ځورولو راپورونه ورکړل شوي دي، چې نه پرې نړیوالو بشري بنسټونو او نه هم افغان لوړپوړو چارواکو څه څرګندونې کړې دي.

څه موده وړاندې د هلمند ولایت له مرکزي زندانه هم د زندانیانو د ځورولو او شکنجو راپورونه ورکړل شول، چې دولتي سرچينو چورلټ رد کړل په داسې حال کې چې د هلمند سیمه ییزو ازادو بشري بنسټونو يې په اړه کره شواهد هم درلودل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زما ساده ورونو ! سور او سپین صلیبونه ستاسی د ټوپکی شپیلی دی ، پرون د سره صلیب او نن د سپین صلیب دجالیان راغلی ، دا صلیبی یا دجالی اخری جګړه ده ، په اخری ورځ به پکی د عیسی ع او لوی شیطان ( دجال ) جنګ وی ، د صلیبیانو مشر ( دجال ) به د مسلمانانو د مشر رهبر ( عیسی ع ) له خوا مرداریږی او دغه د حق او باطل جګړه چه د هابیل او قابیل په واسطه پيل شوی وه د عیسی ع او دجال په مرګ پای ته رسیږی له هغه وروسته… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x