افغانستان

کندوز: چهار دره کې عسکر له دريو پوستو په تېښته بريالي شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز په چهار دره ولسوالي کې طالبانو د عسکرو په پوستو بريدونه کړي، چې له دریو پوستو نه عسکرو پښې سپکې کړې دي.

د سیمې د اوسېدونکو له قوله طالبانو نن سهار وختي د عسکرو په پنځو پوستو بریدونه پیل کړل چې لا هم ادامه لري.

طالبانو هم د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي چې له «دښمنه» مو درې پوستې او پينځه کلي نیولي دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د علي محمد، غلام نبي او ګل رحمان تخاري پوستې يې نیولې او پر دوو نورو پوستو يې لاهم جګړه دوام لري.

د سرچينې په قول په دې بريدونو کې د مجانی، یعقو بای، تاجکو، مدرسه او چهارشهيد کلي د دولتی عسکرو له واکه وتلي دي.

طالبان وايي چې د دوی له لوري لا هم د اربکي قومندان سید مراد او امان ټيرلینګ په پوستو بريدونه روان دي، چې له خپله لوري يې د یو ملګري د وژل کېدو او دریو نورو د ټپي کېدلو پخلی کړی دي.

د کندوز امنیتي مسوولینو تر اوسه رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x