
نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل) : ارګ د سترې محکمې او لويي څارنوالي لپاره دوه تنه کانديد کړي چې ډير ژر به د تائيد لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.
د ولسمشري ماڼۍ د سرچينو له قوله د هيواد د قضايي قوې د مشرانو په سر هوکړه شوې ده.
د سرچينې په اساس سيد يوسف حليم چې له دې وړاندي يې د عدليه وزارت د مسلکي معين په حيث دنده ترسره کوله، تېره ورځ د سترې محکمې د قضايي شورا د غړيتوب لپاره نوماند شوی چې له ولسي جرګې د تائيد رايو په ترلاسه کولو سره به د قاضي القضات او د سترې محکمې د رئيس په حيث وټاکل شي.
د هيواد د لويي څارنوالي پوست هم تر اوسه پوري خالي دی، ويل کې چې د دې پوست لپاره فضل احمد معنوي ټاکل شوی دی.
معنوي مخکې د سترې محکمې معاون وو.
د راپورونو له مخې د سترې محکمې، لويي څارنوالي نوماندان او د دفاع وزارت سرپرست به يو ځای او ډير ژر ولسي جرګې ته د تائيد لپاره وروپېژندل شي.
له دې علاوه د هيواد په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د ولسمشر لخوا يوه ښځينه انيسه رسولي د سترې محکمې د غړيتوب لپاره معرفي کېږي.
نوموړې که د ولسي جرګې د تائيد رايي تر لاسه کړي نو د سترې محکمې د شورا د غړې به شي.