افغانستان

د سولې منډې که د بقا هڅې؟!

Zalmai-Rassoulپه قطر کې د طالبانو او د امریکایانو ترمنځ د خبرو اترو مسئله هغه مهال جدي او د منلو وړ شوه، چې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د طالبانو له خوا د یوې اعلامیې په واسطه له امریکایانو سره په قطر کې د افهام او تفهیم په موخه د خبرو اترو د چمتو والي پخلی وشو. د طالبانو له پخلي سره د افغانستان د حکومت په ګډون، ګڼو لوریو ځانونه ګوښه احساس کړل؛ حتی هغو چې د افغانستان د قضيې په حل کې یې خپل ګډون اړین باله او له ګډون پرته یې د ځینو له لوري د ستونزې د حل تصور نه شوای کېدای.

د طالبانو استدلال منطقي و، ځکه د افغانستان د قضیې په رښتیا دوه لوري دي: د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه او طالب مجاهدین؛ کله چې په دوه زره یو میلادي کال کې د افغانستان او امریکا لانجه زیاته شوه، دلته طالبان وو او هلته د امریکا حکومت، د دې نورو لوريو څرک نه لګېده. ځکه د دغو دواړو لوریو د نه ګډون په صورت کې هر ډول مذاکرات او ناستې ولاړې بې ارزښته او د ځانګړو اهدافو لپاره ګڼل کېږي.

د روان کال له جنورۍ تر مارچ میاشت پورې په قطر کې د طالبانو د دفتر په باب په رسنیو کې تازه څه خپاره نه شول، ولې قطر ته د طالبانو د سیاسي استازو، د پاکستان د لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیرې او په سیمه کې د امریکا د ځانګړي استازي مارک ګراسمن سفرونو دا څرګندوله چې د قطر بهیر ګڼ لوري په خوځښت راوستي دي. په دغو منډو کې د افغانستان د حکومت برخه ډېره خواره وه، له ښاغلي کرزي او ټیم څخه یې لار ورکه وه؛ په سر کې یې د قطر د بهیر په غبرګون له یاد هېواده خپل سفیر راوغوښت، بیا وروسته چې غالباً د امریکایانو له خوا به فشار پرې راوستل شوی وي، د سفیر راغوښتل یې «مشوره» وبلله. حامد کرزي ډېرې هڅې وکړې چې که د ده حکومت هم د قطر د پروسې برخه شي، ځکه د دوی نه ګډون د ده د حکومت حیثیت ته کاري زیان ورساوه.

کله چې د مارچ د میاشتې په پنځلسمه نېټه د طالبانو له خوا د مذاکراتو د توقف خبر خپور شو، دا د افغانستان حکومت ته ډېر په زړه پورې او د اوباما حکومت په ګټه نه و؛ ځکه د کرزي حکومت له څو میاشتني ګوښه توبه وژغورل شو. ولې د اوباما ګوند ځکه زیانمن شو، چې د طالبانو له خوا د مذاکراتو توقف په امریکا کې د نومبر د میاشتې په ټاکنو کې د ډیموکراتانو د بریا چانس کم کړ، ځکه د امریکا ولس هم د مذاکراتو پایلو ته سترګې په لار و، چې که بریالۍ شي د دوی زامن به له حتمي مرګه وژغورل شي. دا چې د قطر د بهیر د توقف ابتکار د امارت د استازو په لاس کې و، په سیاسي لحاظ لاسته راوړنه ده.

د مذاکراتو له توقف څو ورځې وروسته هغه ډلګي چې د خبرو اترو بهیر یې د ځان انزوا باله، ډېر خوښ برېښېدل، ځکه په مذاکراتو کې د طالبانو هرې لاسته راوړنې (حتی کوچنۍ) هم کولای شوای چې دوی لا منزوي کړي. د کرزي حکومت د قطر د بهیر له درېدو سره کوم ځانګړی غبرګون ښکاره نه کړای شو. دا دی اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، زلمی رسول قطر ته په دوه ورځني سفر تللی دی. د ښاغلی رسول د سفر موخه د «سولې» د خبرو اترو بیا پیلېدا بلل شوې ده.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو اترو په هکله د افغانستان د حکومت د تېرو دریځونو په پام کې نیولو سره داسې برېښي چې دوی هڅه کوي، چې له طالبانو سره مستقیمې خبرې پیل کړي؛ هغه هیله چې طالبانو تل په سختو ټکو رد کړې ده. طالبانو استدلال دا و، چې د ښاغلي حامد کرزي حکومت د مذاکراتو د شرایطو د عملي کولو صلاحیت نه لري او بل دا چې په سر کې باید له امریکایانو سره چې د قضیې اصلي لوری دی، مسئله د خبرو اترو له لارې حل کړي.

که امریکایان له طالبانو سره موافقې ته ورسېږي او د کابل حکومت د تېر په څېر د انزوا په کونج کې پاتې شي، بیا د امریکایانو له تلو وروسته د دوی د پاتېدو چاس خورا لږ دی. ځکه دوی هڅه کوي، چې له امریکایانو بېل دوی هم له طالبانو سره خبرې ولري، چې په ۲۰۱۴م کې د امریکا له وتلو وروسته د دوی حکومت له حتمي ماتې وژغورل شي. امریکایانو ته د کرزي د حکومت پاتېدا یا پاشلتیا کوم ارزښت نه لري، دغه څه چې کابل کې د ارزښتونو په نامه یادېږي، دا ټول امریکایانو ته ارزښت نه لري؛ امریکا یوازې خپلې ګټې پېژني او هلې ځلې و رته کوي. د امریکایانو د دغه طبعیت په پام کې نیولو سره د کابل د حکومت هڅې ګړندۍ شوي دي، چې ځان له ماتې وژغوري او طالبانو سره څه موافقې ولري.

ظريف افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x