نړۍ

د مختار بالمختار د وژل کېدو خبر ورکړل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د لیبیا خبري سر چیني وایی چي مختار تیره ورځ د امریکایانو له لوري د ډرون په برید له خپلو څو تنو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دي.

که څه هم امریکا یا نو تر اوسه پوري د نوموړي د وژل کیدو پخلی نه دي کړي خو دومره ویلی دي چي مونږ په لیبیا کي د ډرون برید کړی او هدف مو مختار وو.

له دي څخه مخکي هم پر مختار باندي څو واره د امریکا یانو له لوري ډرون بریدونه شوی او دنوموړي د وژل کیدو خبرونو خپاره شوی خو وروسته بیرته در واغ سوی دي.

مختار چي له القاعدي سره اړیکه لري هغه وخت ډیر مشهوره سو کله چي یی دوه کاله مخکي په الجزائر کي دالمناس په نا مه سره د ګازو یو شرکت باندي برید وکړ ددغه برید په ترځ کي دنوموړي وسلوالو اته سوه ۸۰۰ کارکونکي یرغمل کړو چي د هغو له جملي څخه یی څلویښت تنه چي اکثره یی بهرنیان وو ووژل په وژل سوي کسانو کي دري امریکا یان او شپږ نفره برطانویان هم شامل وو.

مختار چي په الجزائر کي یی دنیا ته سترګي غوړولي د وسلوال فعا لیت په پیل کي د القاعده پیاوړي کس چي وروسته یی د المرابطون په نا مه سره ډله جوړه کړه خو بیا یی هم ځان په القا عده پوري تړلی باله.

دلیبیا حکومت وایی چي امریکا یانو له دوي سره له مشوري وروسته مختار په نښه کړي او وژل شوی دي.

لیبیا چي یو وخت کي ډیر ارامه او پر مختللی هیواد بلل کیدی د قذافي له وژل کیدو څخه وروسته دغه هیواد کي ګډ وډي او افراتفري را منځ ته سوي مرکزي حکومت وجود نه لري هیواد کي دوه متوازي پارلما نه دي دلیبیا رسمي پارلمان چي د ملګرو ملتونو له لوري ورته رسمیت ورکول سوی د لیبیا په شمال ختیځ کي د طبرق په ساحلي ښار کي خپلي چاري پر مخ بیا یی او دوهم پارلمان چي د اسلام پالو استاځيتوب کوي له طرابلس څخه زر کیلومټره لري د لیبیا د چارو په اړه تصمیمونه نسی او پریکړي کوي

مختار چي په ۱۹۸۰ کي یی افغانستان کي د روسانوپه خلاف جهاد کړي او یوه سترګه یی هم په جهاد کي له لاسه ورکړي د وسلوال فعالیت مرکزي نقطه یی مالي چي ډیر ځلي یی دغه سیمه کي بهرنیان او دهغو خواخوږي په نښه کړي دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x