Abubakar sadir r

سید نا حضرت ابو بکر صدیق رضی الله تعا لی عنه – دولسمه برخه

احمد الله عاطفی

په هغه دور کی په ټوله نړی کی دوه ځواکمن قو وتونه وو، (دروم امپراطوری او فارس امپراطوری) چې په بشری قوت او جنګی افزارو ډیر مجهز وو ، رومیان عیسویان وو چې دکلیسا پیروان بلل کیدل او فارسیان مجوسیان وو چې داور عبادت يې کاوه ، دواړه امپراطوری داسلام پر خلا ف او دمسلمانانو دښمنان او محاربین وو ، دالله رسول محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ؛ کله چي دنړی او سیمو واکمنانو ته بلن لیکونه واستول ، دفارس امپراطور (خسرو پر ویز) دبنوت بلن لیک په تکبر او غرور څیری څیری کړ ، داخبر چې دالله رسول ته ورسید په خیرا يې وویل : اي الله جله جلا له ! دهغی امپراطوری ټوټی ټوټی کړه! ډیره موده نه وه تیره شوی چې خسرو دخپل زوی له لا سه ووژل شو او دفارس په ټوله امپرا طوری کي خپل مینځی جګړی پیل او په هره سیمه او ولا یت کی دپلار او ځوی د لښکرو تر مینځ خونړی نښتی ونښتی ۰

سیدنا صدیق اکبر (رض) دفار س امپراطور په خلاف دمجاهدینو یو لښکر دحضرت خالد بن ولید (رض) په امارت واستو ، دحضرت خالد بن ولید دمجاهدینو او دفارس امپرا طور قواووتر مینځ پنځه لس ځله قوی جګړی را مینځ ته شوی چې هر ځل مجاهدینو دامپراطور دلښکر جنګی لیکی ماتی کړی او بریا لیتوبونه يې تر لاسه کړل او دفارسی قوتونو یر غلی قوت يې مهار او دفاعی لیکو تر شا يې محصورکړل۰

په دغه وخت کی رومی امپرا طور داسلامی امت پر خلاف شیطا نی هڅی پیل کړی وی، غوښتل يې اسلامی لښکر د شا له لوری په خنجر ووهی، سید نا صدیق اکبر (رض) درومی امپرا طور دغرور ماتولو اوشیطا نی هڅو مخ نیوی په غرض له مجاهدینو څخه څلور اسلا می لښکری د حضرت آبو عبیده بن جراح ، یزید بن ابو صفیان ، شرا بیل بن حسنه او عمر بن عاص رضی الله اجمعین قوماندانی لاند ی منظم او برا بر کړل چې دټولومجاهدینو شمیرتقریبا اووه ویشت زرو تنوته رسیده چې په مختلفو لیارويې حرکت وکړ ، ددی لښکرو روانیدو سره سیدنا صدیق اکبر (رض) خالد بن ولید ته فر مان ولیږه چې دی لښکرو سره یو ځای شی او داعلی سر قو ماندانی د نده تر سره کړی ، حضرت خالد بن ولید (رض) دخلیفه فر مان سره سم عمل وکړ او درو میانو په هغه لښکر يې حمله وکړه چې دیر غل په موخه اجنا دین کی سره را ټول شوی وو ، رو می لښکر په اجنادین کی ماته وخوړه خواره واره وتښتیدل ،خو دو باره یرموک په سیمه کی سره را ټول او منظم شول ، اسلا می لښکر ته د خبر په رسید و،دم مهال پر دوی حمله وکړه او سخت جنګ ونښت!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د