نړۍ

ماسکو: مارکیټ کی دسخت اور له امله ۱۲ تنه وژل شوی دی.

moscowRussiareut543(نن ټکی اسیا مارچ ۰۳/۲۰۱۲) له مسکوڅخه په رارسیدلو راپورونوکی راغلي چی نن سهاروختي دمسکو ښار په یوه مارکیټ کی چی اکثره ورکي دروسیی دپخوانی شوروي اتحاد څخه دنویو ازاد شویو هیوادونو کسان کارونه کوي اورلګیدلي دي، چی له امله یی ۱۲ کسه مسافرکارکونکي وژل شوی او ډیری نور ژوبل شوی دي.

له سیمي څخه باخبره سرچینو خبروکړیدی چی وژل کسان ګمان کیږي دتاجکستان هیواد وګړي وي، چی دغه مارکیټ کی یی کارکوه،
کوم مارکیټ کی چی اورلګیدلي دي، ویل کیږي دغه مارکیټ داسي سوداګریز مرکز دی چی خلګ پکی په ډیرو کمو معاشاتو کارونه کوي اواکثره کارکونکي یی دمنځني اسیا له پخواني شوروي اتحاد څخه دنویو ازاد شویو هیوادونو کسان دي.
چي ځیني کارکونکي له خپلوماشومانو سره یوځای دغه مارکیټ کي اوسیږي، اودا داسی ځای دی چی حکومت له لوري ورته خاصه پاملرنه نکیږي اونه هم اوسیدونکی دژوند له ټولو اړینو ضروریاتو څخه برخه مند دی.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x