افغانستان

ابراهیمي: ولسي جرګه تر پارلماني ټاکنو مشروعيت لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې مشر وايي چې تر راتلونکو پارلماني ټاکنو پورې روانه ولسي جرګه خپل مشروعیت له لاسه نه شي ورکولی.

عبدالروف ابراهيمي نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وويل چې که څه هم له قانوني اړخه د چنګاښ په لومړۍ نېټه د دوی کاري موده پای ته رسېږي، خو په خبره يې تر څو چې پارلماني ټاکنې ترسره شوې نه وي د دوی مشروعيت پر ځای پاتې دي.

له بله اړخه ځینې حقوقي مبصرين پر دې اند دي چې د اساسي قانون له اړخه ولسي جرګه د جنګاښ په لومړۍ نېټه خپل مشروعیت له لاسه ورکوي او نور د یو رسمي اورګان په توګه دنده نشي ترسره کولی.

د ګډ حکومت یو تن شریک عبدالله عبدالله بیا د ټاکنو د سم ترسره کېدو لپاره د ټاکنیزو کمیسیونونو د اصلاح په موخه د یو بل کمیسیون لازمي شرط بولي او وايي چې تر څو دغه کمیسیون په دواړو کمیسیونونو کې بدلون را نه ولي دوی ته به پارلماني ټاکنې کومه معنی ونه لري.

که څه هم د ټاکنیزو مسوولیتونو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون موجود دي، خو د ګډ حکومت د جمهوري ریاست مرستیال سروردانش د کابینې د دویم پړاو په معرفي کې د یادو کمیسیونونو له خبراوي پرته اعلان وکړ، چې پارلماني ټاکنې به تر راتلونکي کاله وځنډېږي.

له امریکا سره د تړون د لاسلیک پر مهال هم د دې تړون لږو مخالفو وکیلانو ویل چې د تړون موافقو وکیلانو سره د امریکا سفارت ژمنه وکړه چې د دې تړون په بدل کې به د ولسي جرګې کاري موده یو کال نور هم «قانوني» وغځول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x