داخلي ځواکونو ته هم د ولسي وګړو د وژلو په وړاندې قضايي مصؤنیت ورکړل شو

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: تیره ورځ د پوځ لوی درستیز له شمالي ولایتونو بلخ،سرپل ،بدخشان او قندوز څخه د لیدنې پر مهال په یادو ولایتونو کې میشتو پوځي قطعاتو د خپلو څرګندونو په مهال وویل:

نور تاسو پر دښمن د توغندیو د توغولو بندیز نه لرﺉ، تاسو په شپنیو عملیاتو کې د دښمن پر څرګندو موخو محدودیت نه لری، نور تاسو د خپلو سرښندونو لپاره بندو خونو ته نه ځئ او نه تر څېړلو لاندې نیول کېږﺉ …

وروسته تر دې چې د ګډ حکومت لخوا له بهرنیو ځواکونو سره امنیتي تړون لاس لیک شو چې له امله یې امریکايي پوځیانو ته د افغانانو د وژلو په وړاندې قضايي مصؤنیت ورکړل شو دا د یوه لوړ پوړي افغان دولتي چارواکي لخوا داخلي ځواکونو ته هم د خپلو هیواد والو د و ژلو په مقابل کې قضايي مصؤنیت دی چې هغوی د ولسي وګړو وژلو، ژوبلولو او بندي کولو ته هڅوي .

که څه هم چې د ښاغلي قدم شاه شهیم په وینا کې دغه قومانده د دښمن (مخالفینو) په وړاندې ورکړل شوې ، خو هیواد وال شاهد دي چې په تیرو ۱۴ کلونو کې چې تر اوسه پوري د جګړې د ښکیلو غاړو لخوا ولسي وګړي وژل شوي نو هغوي تل په وسله والو تعبیرشوي او کله هم پر دې اعتراف نه دی شوي چې د جګړې د ښکیلو لوریو په بریدونو کې وژل شوي خلګ ولسیان دي.

تیره اونۍ خبري رسنیو د غزني ولایت په مرکز د نوغي په کلي کې د هغو اوو تنو ولسي وګړو د وژل کیدو خبر ورکړ چې په یوه کورکې د واده د مراسمو پر مهال د ملي اردو د توغول شوې مرمۍ هدف وګرځیدل او ټول ووژل شول. همدا راز د کال په پیل کې د هلمند په سنګین ولسوالي كې د واده پر مراسمو باندې د ملي اردو د راکټي برید له امله څلوېښت تنه شهیدان او د ناوې اوزوم په شمول نيږدې سل تنه نور ټپیان شول.

هغه مهال د ولسي خلګو د احتجاج په مقابل کې دولتي چارواکو د پیښې د عاملینو د قضايي تعقیب او مجازات ژمنه وکړه چې دې کار تر یوې اندازې پوري د دولتي ځواکونو د خپلسریو مخه ونیوله .

اوس چې د پوځ تر ټولو لوړ پوړی مقام خپلو پوځیانو ته د مخالفینو د وژلو په پلمه هغوی ته د شپي بریدونو او نورو وژنو عامه اجازه او هغوی ته له هر ډول قضايي او عدلي تعقیب څخه مصؤنیت وركوي وبه لیدل شي چې له دې قوماندې څخه په استفادې سره دولتي ځواکونه ، ملي اردو ، ملي پولیس او خپلسرې اربکي ملیشې څومره ناوړه استفاده کوي او څومره ورسره په هیواد کې د ولسي مرګ ژوبلې کچه او له بشري حقونو څخه سر غړونه ورسره زیاتیږي.

د مخالفینو ډیر وژل که په افغانستان کې د جګړې د خاتمي لامل کیدای شوای نو امریکایانو به دلته جګړه ختمه کړې وای چې پوره ۱۴ کاله یې د مخالفینو په وژلو کې هر ډول وسلې او هرډول استراتیژي وکارولې ، خو مونږ ولیدل چې لانجه د حل هواري پر ځای لا د کړ کیچ خواته ولاړه .

دولتي چارواکو ته په کار دي چې د هیواد د بحراني وضعیت د کنټرول لپاره له تعقل او سالمیت څخه کار واخلي او داسې لارې چارې غوره کړي چې وکړای شي د هیواد ثبات او امنیت تأمین کړي ، نه خدای مکړه دا چې نور مو په هیواد کې د خپلو مظلو مو هیواد والو د وینو ویالې وبهول شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

که امریکایی سپی خوندیتوب لري، پریږدی چې یو افغان یې هم ولري.