خبرتیاوی او پیغامونه

«اصحاب صفه» مدرسه مو مرستو ته اړتیا لري!

د رسول الله صلی الله عليه وسلم د يو حديث مفهوم دی چې په مسلمانانو کې غوره کور هغه دی چې په هغه کې يتيم وي او نېک چلند ورسره کېږي.

د اصحاب صفه مدرسې اداره له ټولو مومنو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د خپلې اسلامي او انساني همدردۍ له مخې په دې مدرسه کې د زده کوونکو يتيمو او نورو بې وزله کوچنيانو مالي مرسته وکړي.

ياده مدرسه چې د پېښور د شمشتو د مرحوم مولوي خالص بابا په کمپ کې پرته ده، نېږدې ۷۰ تنه د شهيدانو بچيان او نور غريب زده کوونکي په کې په ديني او عصري زده کړو بوخت دي.

مدرسه له ډېرې اوږدې مودې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده، چې له امله يې نه شي کولای په ښه توګه د دغو کوچنيانو پالنه او روزنه وکړي، ستاسو لږ لاسنيوی به د ډېرو کوچنيانو راتلونکې روښانه او ډېرو کورنيو ته خوښي وبښي، ستاسو د مرستو بدله دې لوی الله جل جلاله درکړي.

د مدرسې له مسؤولينو سره د اړيکو لپاره لاندې شمېرې کارولای شئ:

۰۳۳۴۷۴۲۲۲۳۹
۰۳۴۲۵۹۱۳۲۹۱

د اصحاب صفې مدرسې اداره

درنښت!ashab suffa 2

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x