افغانستان

داروزګان فراه، سرپل اونیمروز لپاره نوي والیان وټاکل شوه

governorofafghanistan(نن ټکی اسیا مارچ۰۳/۲۰۱۲) دسمیزو ارګانونو په وړاندوینه او دحامد کرزي په امر دافغانستان دڅلورو ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل شوه. حکومتي چارواکو خبرورکړي دی چی ټاکل شوی څلور والیان دفراه اروزګان، سرپل  او لوګر ولایتونو لپاره ټاکل شوی دي. محمد اکرم خپلواک دفراه ولایت لپاره، عبدالجبار حقبین دسرپل ولایت لپاره دوالیانو به توګه ټاکل شوی دي

. له دي څخه مخکی روح الامین دفراه دوالي په توګه اوهمدارنګه سید انور رحمتي دسرپل ولایت دوالی په توګه دنده لره. اوهمدارنګه په ترتیب سره د اروزګان ولایت لپاره دروزکان دپخواني والی محمد عمر شیرزاد پرځای امیر محمد اخندذاده ټاکل شوي دي. او محمد طاهر صابري، دلوګرو ولایت لپاره دعتیق الله لودین پرځای دوالي په توګه ټاکل شوی دي. نوي ټاکل شوی والیان د اولسمشر حامد کرزي له لوري رسما ددغو دندو لپاره ګمار شوی دي، خو تراوسه پوري داڅرګنده نه ده چی څه وخت به ټاکل شوي والیان داړونده ولایتونو چاري په غاړه واخلي. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x