افغانستان

ولسي جرګې د سګرټو په وارداتي محصولاتو ۱۰۰ سلنه مالیه تایید کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۵مه ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې د تنباکو او دخانياتو د کنټرول قانون ۲۰مه ماده په اکثریت سره تعدیل کړه چې له مخې يې د تمباکو په وارداتي محصولاتو ۸۰ سلنه مالیه نوره لوړه شوه.

ولسي جرګې د ياد قانون طرحه د ١٣٩٢ کال په مرغومي کې تصويب کړې وه او په یاد کال کې په وارداتي تمباکو محصولاتو ۲۰ سلنه مالیه ايښې وه.

د پارلمان د روغتیا، ځوانانو او سپورت کمېسیون غړي صالح محمد سلجوقي په وینا سوداګر هر کال د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت سګرټ افغانستان ته واردوي.

هغه زیاتوي چې د ولسي جرګې اکثریت وکیلانو د تمباکو او دخانیاتو د کنترول قانون د تعدیل مالیه له ۲۰ سلنو ۱۰۰ سلنه ته د لوړیدو په حق کې رایه ورکړه.

د ولسي جرګې د یوه بل وکیل عبدالودود پیمان په وینا ولسي جرګې څخه غوښتنه شوې وه چې مالیه ۱۰۰ سلنو ته لوړه کړي چې د اوږد او تفصيلي بحث وروسته وکیلانو د یاد قانون د تعدیل په حق کې رایه ورکړه.

د یادې جرګې رییس عبدالرووف ابراهيمي له قوله یواځې ۱۲ وکیلان د ماليې د لوړېدو مخالف او ۱۱۳ يې په حق کې رایه ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

تصویب خو آسانه دی ولې منې يې په چا؟ دا به هم د نورو کاغذ پرمخ قوانینو په شان په کوم آرشیف کې پروت وي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x