افغانستان

ولسي جرګه: ولسمشري او ستره محکمه هم «نامشروع» دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې درېواړه حکومتي قواوې د مشروعیت له کړکېچ سره مخ دي. حکومت ځکه ولس نامشروع بولي چې د داسې ټاکنو څخه راوتی چې په پای کې منځګړیتوب د یوه بهرني هېواد د بهرنیو چارو وزیر وکړ. جان کېري داسې حکومت جوړ کړ چې مشروعیت په کې ورک شو.

اوس د اساسي قانون له مخې د غبرګولي تر پایه اوسنۍ ولسي جرګه مشروعیت لري. د چنګاښ له لومړۍ وروسته د دې جرګې پرېکړې مشروعیت نه لري. ولسمشر هڅه کوي چې دې جرګې ته د سترې محکمې له لارې مشروعیت ورکړي. ستره محکمه هم د سرپرست له لارې اداره کېږي.

له بلې خوا د ولسي جرګې استازي هڅه کوي چې خپله دوره وغځوي.

په جرګه کې د زابل د خلکو استازی، حمیدالله توخی وايي: «انتخابات حکومت وځنډول، دا د وکیل ګناه نه ده».

د بلخ استازی، عباس ابراهیم‌زاده د ولسمشر پر پرېکړه نیوکه کوي: «موږ د دولت مامورین نه یو، وزیران نه یو، موږ د افغانستان د خلکو استازي یو، چې زموږ قضیه ستره محکمه فیصله کړي او ولسمشر موږ ته فرمان راکړي». د بلخ ولایت دغه استازی د ولسمشر غني مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راولي: «ستره محکمه خپله له پنځو کلونو راهیسې د سرپرست له لورې اداره کېږي، محکمې له چا مشروعیت اخیستی، لویه څارنوالي او ولسمشر مو کله قانوني دی، ولسمشر مو څو رایې لري!».

رمضان بشردوست د ګډ حکومت دواړه اړخونه «ع و غ» په ملي خیانت تورنوي. بشردوست وايي، د ټاکنو تاریخ نه اعلان په خپله ملي خیانت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x