افغانستانخبرونه

طالبانو څلور تاجک پولي ساتي ځواکونه دغه هېواد ته وسپارل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو هغه څلور تنه تاجک پولي ساتي ځواکونه د تاجکستان حکومت ته سپارلي چې تېر ډسمبر کې د پولې دې غاړې ته رااوښتي وو. دغه سپارل د قطر حکومت په منځګړیتوب ترسره شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په همدې اړه په استول شوې خبرپاڼه کې د دې خبر پخلی کړی. مجاهد د دې خوشې کېدا لامل «د اسلامي خواخوږۍ او په راتلونکي کې د ښو اړیکو ساتلو په موخه» بللي دي. ښاغلی مجاهد زیاتوي چې «پرته له کومې معاوضې ګاونډي هېواد تاجکستان ته په داسې حال کې وسپارل چې له پوره روغتیا څخه برخمن وو».

ذبیح الله مجاهد وړاندې وايي چې غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.

طالبانو له دې مخکې هم د بهرنیو هېوادونو د اتباعو نیولو پر مهال د اړوندو هېوادونو له چارواکیو سره خبرې اترې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

دې ته وایي یو بام او دوه هواوې. د دریمې هوا په رارسیدو سره دې خدای خیر کړي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x