fbpx

ناروي: د طالبانو د سیاسي دفتر مشر نن په نړیوال کانفرانس کې ګډون کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، سید محمد طیب اغا د یوه درې کسیز پلاوي په مشرۍ د ناروي په اوسلو کې په یوه نړیوال کانفرانس کې ګډون کوي. دغه کانفرانس نن پیلېږي او سبا به هم روان وي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طیب اغا د سفر او ګډون پخلی کړی.

په دغه کانفرانس کې چې د نړۍ له کابو ۱۵۰ هېوادونو استازي او د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي، د طالبانو د قطر دفتر مشر د ناروي له خوا بلل شوی.

په یاد کانفرانس کې سږ کال د یمن، سوډان، صومال او افغانستان د ستونزو په اړه ګډونوال نظرونه څرګندوي.

مجاهد زیاتوي: « ناروې هېواد په دې کنفرانس کې دګډون لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشرتابه ته هم  بلنه ور کړه، اسلامي امارت  هم وړ وګڼله چې له موقع څخه په استفاده  د نوموړې نړیوال کنفرانس له لارې د خپل مظلوم ولس غږ او د حق داعیه، چې د اشغال پای ته رسېدل او په افغانستان کې د اسلامي نظام قایمېدل دي، د نړۍ تر غوږونو ورسوي او هغوی له ځمکنیو حقایقو نه په خپله ژبه آګاه کړي».

مجاهد هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې سید محمد طیب اغا د ګډ حکومت له استازو سره مخامخ خبرې کوي. له کابله محمد یونس قانوني او د اجراییه ریاست دویم مرستیال، محمد محقق هم ګډون کوي.

دا به لومړی ځل وي چې په دې کچه نړیوال کانفرانس کې د طالبانو د قطر دفتر رييس هم د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي.

طیب اغا د جون په لومړیو کې ایران ته هم سفر درلود.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

د پردیو د لاس نانځکې به څه وکړي، دا تاریخ ثابته کړې چې هیڅکله هم د بل د لاس آلې یا غلامو کړیو وطن ته خوښي نه ده راوړې. تر ټولو ناولې خبره دا چې قانوني شانته بې قانونه کس او محقق غوندې مړسترګی ######## هم دې کنفرانس ته روان دي.
زما د مظلوم اولس څخه غوښتنه داده چې مه ورته خوشالیږئ او مه ورته تمه لرئ چې دا وړۍ به شړۍ شي.

Abdul aziz
میلمه
Abdul aziz

الله په افغانستان کی یو اسلامی نظام راولی