افغانستان

پوهنې وزارت د ملي جامو اغوستونکي مامورين له دفترونو شړلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت پوهنې وزارت پرېکړه کړې، چې هغه مامورين به وزارت ته دننه نه پرېږدي، چې په ملي کاليو کې دندې ته راځي او له ټولو مامورينو يې غوښتي، چې بايد په پتلون يا دريشي کې دندې ته راشي.

نن سهار د پوهنې وزارت ساتونکو د معارف وزير په امر هغه مامورين له دروازې دننه نه پرېښودل، چې په ملي کاليو کې راغلي وه او درېشي يې نه وه کړې او اوس هم د وزارت د باندې ولاړ دي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي افغان کلتور ته سپکاوی کړی او ملي لباس ته يې په سپکه کتلي.

د يادونې وړ ده، چې پوهنې وزارت کوم ځانګړی يونفيورم نه لري، بلکې د وزارت يوازينی شرط دريشي ده او هغه چې هر ډول وي، خو بايد مامورين په ملي جامو کې وزارت ته را نه شي.

دا لومړی ځل نه دی، چې لوړپوړي حکومتي چارواکي ديني او ملي ارزښتونو ته سپکاوی کوي، بلکې د ګډ حکومت له پيله د اشرف غني عيسوۍ مېرمن رولا غني اسلامي حجاب ته سپکاوی وکړ او ورپسې له کابله خپرېدونکي انګريزي ورځپاڼې د الله تعالی او اسلام په شان کې سپکاوی وکړ او دغه لړۍ وخت پر وخت له رسمي او غير رسمي چينلونو روانه ده.

د پوهنې وزارت اوسنۍ پرېکړې هم د ګڼو افغانانو غبرګونونه راپارولي او د پوهنې وزارت دا پرېکړه يې په سختو ټکو غندلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

غندنه په درد نه لګي، کوم نر دې راپیدا شي او درز دې ترې پورته کړي چې پته ورته ولګي.

محمود

دوی خو وایی چه مونژ جمعیت اسلامی مجاهدین یو او بس مونژ یو چه اصلی جهاد او مبارزه مو کړی ده، دوی ولی دریشی ته ترجیع ورکوی؟ ای شرمیدلو جمعیتی حکومتی مجاهدینو، ستاسی عطا نور د ولایت لپاره خپله سنت ژیره ورته وخریله ،دا وزیر خو د عطا نور بچوړی دی، ددی نه کومه ګیله نه شته.

hasani

دیرزر به دوی باندی خدای یوه داسی دله نازل کری چه -……به ئ په پتلون کی هم نه بندیزی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x