افغانستاننظــر

طالبانو ابوبکر البغدادي ته لیک لېږلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۶مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د «اسلامي دولت» د ډلې مشر ابوبکر البغداي ته لیک لېږلی دی.

دغه پرانېستی لیک چې د طالبانو د رهبري شورا سرپرست ملا اخترمحمد منصور لخوا ابوبکر البغدادي ته لېږل شوی، له نوموړي غوښتل شوي څو صف کې تفرقه پیدا نه کړي او یو متحد صف جوړ کړي.

طالبانو ویلي چې د دوی د بریا راز د یو واحد او نه ماتيدونکي صف دی او دوی د پخواني جهاد له تجربو او د خپلې ټولنې او محیط څخه په کافي معرفت په افغانستان کې د «جهادي صفونو تعدد» نه د «جهاد» او نه هم د مسلمانانو په ګټه بولي. « د افغاني محیط خصوصیت دادی چې تل د داخلي اختلافاتو او شخړو ښكیل وي ، اوكه چیري قیادت یو او صف واحد وی بیا د داخلي اختلافاتو احتمالات له منځه ځي».

د نویمو کلونو خپلمنځي جګړو ته په اشارې طالبانو ویلي چې که صفونه بېل شي، ستونزې راولاړیږي او دا تجربه د روس پر مهال د ډيرو جهادي صفونو پر مهال لېدل شوې ده.

دوی ټينګار کړی چې په دغه حساسه مرحله کې باید د دوی ملګري داسې اقدام ونه کړي څو صف وویشل شي او د دښمن هېلې او ارمانونه پوره شي.

نن ټکی اسیا د طالبانو له لوري ابو بکر البغدادي ته لېږل شوی لیک اهمیت ته په کتلو کټ مټ نشروي.

محترم ابوبکرالبغدادي ته داسلامي امارت د رهبري شوری لیک
16-06-2015

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله معز التوحید وأهله، ومذل الشرك و حزبه، وأشهد ان لا اله الا الله وحده لا شریك له في ربوبیته و ألوهیته و أسمائه وصفاته، و أشهد أن نبینا محمدا عبده و رسوله، اللهم صل و سلم و بارك علیه و علی آله و أصحابه وبعد :

ډیرمحترم ابوبکرالبغدادي او ستاسو تر مشرۍ لاندې د امریكايي اشغال پر خلاف ټولو جنګیدونكو مجاهدینو!

السلام علیكم ورحمت الله وبركاته

له الله تعالی څخه غواړو چې د هغه جل جلاله د كلمې د لوړ والې او د اسلامي سپیڅلي نظام د تنفیذ په لاره كې د حق د لارې ټولو مجاهدینو ته كامیابي اوپه الهي سپیڅلیو احكامو د تمسك او اعتصام توفیق ورنصيب كړي.

محترمو! افغانستان د اسلام د مقدس دین د ظهور له لومړۍ پیړۍ څخه تراوسه پوري د اسلام مستحكمه قلعه او له جزیرة العرب وروسته يي د آسیا په لویه وچه كې د اسلام په اشاعت او خپراوي كې مهم رول لرلای.

د معاصر جهادي دور نړیوال اتلان امام المجاهدین شیخ عبدالله عزام ، قائد المجاهدین شیخ اسامه بن لادن ، قاهر الصلیبیین ابو مصعب الزرقاوي او قاهر الملحدین خطاب رحمهم الله جمیعا ټولو د افغانستان د جهادي مدرسي د شاګردي ویاړ درلود .

په كوم عزم چې له پیله مجاهدینو د انګریزانو ، روسانو او نننیو امریكایانو پرخلاف جهاد پیل كړی او د اسلام لپاره چې يي قرباني وركړې ، اسلامي امارت او افغان مسلمان ولس په دې لاره كې نه هیریدونكي قربانۍ وركړې او لايي هم وركوي چي دا دی یوځل بیا داشغال ګرو صلیبیانو په ضد مقدس جهاد دكامیابۍ پړاوته نږدي شوی امریكایان او دهغوی كافر ملګري اكثریت تښتیدلي مجاهدین ورځ تر بلي پراخي سیمي تر خپل كنټرول لاندي را ولي او روان ۱۴۳۶ هـق كال كي دلاډیرو بر یاو امید لروترڅوددښمن دپاته شونو ټغرهم ورټول كړو.انشاءالله تعالی، وماذالك علی الله بعزیز.

ښاغلو! په افغانستان باندې د امریكا په مشرۍ د یرغل د اساسي لاملونو څخه یو هم دلته د هغه اسلامي حاكمیت له منځه وړل وو چې د قران او حدیث د احكامو مطابق داهل سنت والجماعت په روښانه تګ لاره جوړ ، او د هیواد حكومتي ارګانونو له لوري د حكومتي سيستم په ټولو مجالاتو كې واجب الاجراء و،دشرك اوكمونستي فساد فكرجرړي یې ایستلي وي ،دټولوبدعتونو او خرافاتو مخه یې نیولي وه.

دغه ډول اسلامي نظام د امریكاپه مشرۍ نړیوال كفرته د زغملو وړنه و او هماغه وه چې دمختلفو پلمو په ارائه كولو سره یې ورباندې وحشیانه برید وكړ.

افغان مسلمان ولس د اسلامي امارت تر قیادت لاندې چي په رأس كي یې امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد(ادام الله حیاته ) قرار لري په ډیره میړانه سره د متجاوزینو پرخلاف جهادي صفونه برابر او پوره ۱۳ كاله یې د یرغلګرو له تیري څخه د افغانستان د آزادي او اسلامي حاكمیت د پلي كولو لپاره بیساري قربانۍ وركړي .

هغه څه چې د صلیبي اشغالګرو په مقابل كې د اسلامي امارت د جهادي پالیسي د امتيازي خصوصیت په توګه تاسوته یادول غواړو هغه دا دي، چې اسلامی امارت د نړیوال كفر پرخلاف د جهادي صف پر يووالي او مر صوص ساتلو ډیر تركیز لرلی او اوس یې هم لري .

ځكه مونږ د شوروي اشغال پرمهال د جهادي صف د تفرق او تعدد ناوړه اغیزې په سترګولیدلې چې په نتيجه كې یې د افغانستان د ۱۴ كلن جهاد د یونیم ملیون شهیدانو د وینو ثمره ضائع ، او د اسلامي امت ټولې هغه هیلې یې له خاوره سره خاورې كړې چې په دغه اسلامي جهاد پوري یې تړلې وي.

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د هغه مبارك ارشاد له مخې چې فرمايي {لاَ يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ} رواه البخاري برقم 83، ومسلم برقم 7690.

اسلامي امارت په افغانستان كي د جهادي صف پر یووالي ځكه ډیر ټینګار لري چې د جهادي صف مرصوص ساتل مأمور به عمل او الله تعالي په دې اړه فرمايي :

إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفّاً كَأَنَّهُم بُنيَانٌ مَّرْصُوصٌ (4) الصف.

اوبل ځای په صريح نص سره قرآن كریم مسلمانان له تنازع ، تفرق او خپل منځي اختلاف څخه منع كوي او هغوی ته داسې وايي: وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَاصْبِرُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (46) الانفال

اسلامي امارت د پورتنیو قراني نصوصو د تعمیل ، د پخواني جهاد له تجربو او د خپلې ټولنې او محیط څخه په كافي معرفت سره په افغانستان كې د جهادي صف تعدد دلته نه د جهاد او نه هم د مسلمانانو په ګټه بولي ، ځكه د افغاني محیط خصوصیت دادی چې تل د داخلي اختلافاتو او شخړو ښكیل وي ، اوكه چیري قیادت یو او صف واحد وی بیا د داخلي اختلافاتو احتمالات له منځه ځي .

اسلامي امارت تر اوسه پوري د اختلاف او تفرق ټولې فتنې په وحدت الصف سره شنډې كړې وي اوس كه د لته د امارت ترڅنګ د بل جهادي صف او یاهم بل قیادت رامنځته كیدلو كوښښ كیږي نو په لوی لاس به د اختلاف او تفرق فتنو ته زمینه سازي كیږي ؛ ځكه خو اسلامي امارت په افغانستان كې جهادي فعاليت يواځي د امارت تر قیادت لاندې مشروط او پر لاندې نقاطو اصراركوي:

۱ـ دا چې د اسلامي صف یووالی مأمور به عمل او په تیره بیا له كافرانو سره د قتال او مقابلې په حالت كې یوضروري امر دی نو په افغانستان كې د متجاوزو امریكایانو او د هغوی د ګوډاګیانو پر خلاف جهاد باید تریوه بیرغ ، یوه قیادت او یوه امر لاندې وي .

دا چې د افغانستان د اسلامي امارت قیادت د هیواد ۱۵۰۰ علماوو (د اهل حل وعقد شورا) د شرعي انتخاب او مبایعت په اساس تعين شوی او د الشيخ حمود بن عقلاء الشعيبي رحمه الله په څیر د اسلامي نړي مشهورو فقهي علماوو او د شیخ اسامه رحمه الله په څیر مشهورو جهادي قائدینو دغه شرعي امارت تائید او له هغه سره بیعت كړی ، او همداراز اسلامي امارت تر اوسه پوري پر خپل هماغه اسلامي موقف ثابت ولاړ دی،اوپه ټوله نړۍ کې داهل سنت والجماعت دټولو پیروانو خواخوږي ورسره ده او هیچا داعتراض وړ څه نه دي ور باندي پيدا کړي، دې ته په پام سره په افغانستان كې د نوي موازي صف پرانیستلو ته نه شرعا او نه هم عقلا كوم اړتیا لیدل كیږي.

۲ـ د شرع او سالم عقل په اساس مسلمانان مكلف دي چې د خپلې اسلامي ټولنې د عُلیاشرعي او دُنیوي مصالحو لپاره هغه لارې چارې غوره كړې چې د دوي د تحفظ ،خوندیتوب او موفقیت لامل ګرځي ، اسلامي امارت خپل ټول شرعي او دنیوي مصالح په وحدة الصف كې ویني او ترنورو نومونو او بیرغونو لاندې دلته ځانته فعالیتونه داسلام ، مسلمانانو او جهادي مصالحو په زیان بولي .

د افغانستان اسلامي امارت ددیني اخوت له مخې ستاسي خیر غواړي اوپه چاروكې یې دنه لاس وهني فكراو ارزو لري، بالمقابل له تاسونه هم د بالمثله رویې تمه لري او د اسلامي اخوت د رشتې له امله تر ې یوازې دخیرخواهي تمه كوي،په افغانستان كې دروان جهاد وضعیت ته په پام سره د اسلام او مسلمانانو خیر یوازې په دې كې دی چې په افغانستان كې جهاد تر متحد صف لاندې ادامه پیدا كړي.

۳ـ د افغانستان اسلامي امارت د خپل جهادي مقاومت په جریان كې تر یوه بیرغ او واحد قیادت لاندې امریكایانواو دهغوی ملګرو ته ملاماتوونكى شكست وركړی ،د هیواد له ښارونو پرته ټولې سیمې یي له كفري اشغال ،شرك اونوروخرافاتوڅخه خلاصې كړي او له دوه لسیزې مقاومت او راسخ پاته كیدو وروسته داسلامي امارت متحدصف په سیمه او نړۍ كې دنړیوال كفر په وړاندې د مقابلې یو الهام بښونكی حقیقت ګرځیدلی، امریكایانواو داسلام نورو دښمنانو ډیر كوښښ كړی او كوي یې چې د دغه متحد صف په متلاشي كولو سره په افغانستان كې خپل اشغال ته د كامیابي زمینه مساعده كړي ، خو اسلامي امارت لكه څرنګه چې یې په پوځي ډګر كې هغوی ته شكست وركړی همدا ډول غواړي د خپل متحد صف په لا مرصوص ساتلو سره د هغوي راتلونكي تخریبي پلانونه هم ورشنډ كړي نو خدای مكړه په دغه حساسه مرحله كي چې له وړاندې د كفارو له ډيرو دسیسو سره مخ یو،ستاسي ملګري باید داسې اقدام ونه كړي چې د مجاهدینو قومانده ورسره وشیندل شي، صف كې درز راشي او زموږ د دښمنانو هيلې او آرمانونه چې د اسلامي امارت په منځ كې درزونه اچول دي، ورسره پوره شي. .

۴ـ له افغانستانه پرته د اسلامي نړۍ ډیرنور هیوا دونه هم د امریكايانو د ظالمانه توطیو ښكار او په یوه ډول نه یوه ډول د هغوي تر اشغال لاندې دي ، دا چې تراوسه په دغو هیوادونو كې مسلمانانو كومه ملموسه كامیابي نده ترلاسه كړې لامل یې د هغوی تفرق او د یوه واحد قیادت نشتوالی دی ، نو د دې لپاره چې دبي اتفاقۍ فتنه په افغانستان كي پیدا نه شي اسلامي امارت بیا هم دلته یواځې دافغانستان د اسلامي امارت تر واحدصف لاندې جهادي فعالیت ته اجازه وركول ستردیني او جهادي مصلحت بولي او د هغه په مقابل كې د بلې ډلې اوصف ایجادول د جهاد ، مجاهدینو او اسلامي مصالحو په خلاف عمل بولي.

۵ – اسلامي امارت د نړیوال كفر ، شركي اوبدعتي سلوكیاتو پرخلاف خپل جهادي فعالیت د كتاب الله اوسنت نبوي د احكامو په رڼاكې پرمخ بیايي ، شرعي او اسلامي مصالح ترهرڅه ورته اهم او د هغوي د تحقق لپاره د نړۍ د مسلمانانو مادي او معنوي مرستي او حمایت ته اړتیالري،نو له تاسومحترمونه مو هیله داده چي دافغانستان داسلامي امارت په اړه له هغو منابعو نه معلو مات تر لاسه نه كړئ كوم چي دلته دمختلیفو عواملو له مخي له اسلامي امارت نه مایوسه شوي او یا هم په جهادي صف کې د جرمونو د ارتکاب له امله له دي مقدس صف څخه ایستل شوي دي بلكي مستقیما داسلامي امارت له مسئولو مشرانو،رسمي مطبو عاتو پیژندل شویو ویندویانو نه خپل معلو مات او اطمنان حاصل كړئ ،ترڅومو یو له بل سره اطمنان نورهم زیات شي .

۶ــ د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان كې د امریكایانو او ناټو شكست په ټوله نړۍ كې د صلیبي ځواكمنۍ شكست بولي، او دغه لويه كاميابي د اسلامي امارت د مجاهدینو د اخلاص، توكل صبر او وحدت په بركت الله جل جلاله پرهغوی لورولي ، نورهم د اسلامي امارت مشرتابه او مجاهدین له الله تعالی څخه د دغې جهادي لارې د موفق اوحسن انجامولو غوښتنه كوي ،او د نړۍ له مسلمانانو او جهادي نهضتونو تمه لري چې د اسلامي امارت د بریا ته رسیدونكي جهاد هراړخیز ملاتړ او مرسته وكړي، نه داچې په جهادي صف كې د تفرق په خپرولو سره مجاهدین ناكام او ځوریدلی امت د كفر د شكست له خوښیو محروم كړي .

۷ ـ د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان كې د صلیبي متجاوزینو پرخلاف جهاد او په دې لاره كې مهمې لاسته راوړنې لومړی د الله جل جلاله په نصرت او بیا د سلګونو زره شهیدانو، زخمیانو ، اسیرانو ، یتیمانو او كونډو په زحمتونو تر لاسه كړې .

همدغه ټولې قربانۍ یې تریوې قومندې او یوه بیرغ لاندې په یوه متحد صف كې وركړي اوس كه خدای مكړه د جهادي صف په متفرق كیدو سره د مجاهدینو ترمنځ خپل منځي اختلاف ته لاره خلاصیږي دغه ټولې قرباني او لاسته راوړنې به بیا د همدغو اختلافاتو ښكار كیږي او ځوریدلی مسلمانان به یې له ثمرې څخه محروم كیږي،اوداهم یو ترلمر روښانه حقیقت دی چي دافغانستان اسلامي امارت نه تنها په افغانستان کې بلکي په ټوله اسلامي نړۍ کې دخپلي روښانه ماضي،داسلام په لار کې دسترو قربانیواو مدبرانه اسلامي سیاست له امله خورا زیات محبوبیت او مقبولیت لري نو الله دي نه کوي که دلته اسلامي امارت ته دهغو کسانو له لوري جنجال جوړیږي څو ک چي ځانونه په تاسوپوري تړلي بو لي نو په دي سره به دټو لي نړۍ مسلمانان له تاسو نه خپه شي .

۸ ــ داچي دنړۍ په بېلابېلو برخو کې اسلامي تنظیمونو او شخصیتو نو په ډېرو سختو شرایطو کې ډېري زیاتي قربانۍ ورګړي اوهرڅوک په خپل ځای کې څه ناڅه لاس ته راوړني لري،نظم لري،اوپیروان لري اودا هر څه یې په خورا ډېرو تکالیفواوقربانیو تر لاسه کړي دي نوتاسوته مومشوره داده چي دنړۍ په هیڅ برخه کې اسلامي حرکتونو ته داسي شرایط رامنځ ته نکړئ چي خدای مه کړه دهغوئ خدمتونه متا ثره شي ،نظم یې خراب شي ،اوپه خپل منځي اختلاف کې شکیل شي اوبلاخره دکارونو دطرز په اختلاف سره یا دنظر په اختلاف سره خبره تر وینو تو یولو ورسیږي الله دي موږ او تاسو ټول له داسي حالت نه وساتي،تاسي باوروکړئ چي داډول حرکات ستاسوفعالیت او ستاسو شهرت ته نه جبرا نیدونکی زیان رسوي ،د مسلمانانو خصوصا مجاهدینو او صالحو کسانو د شهادت سبب ګرځي، دشهیدانو وارثان مايوسه کوي او دښمنانو ته دبېلابېلو حربو د استعمال موقع په لاس ورکوي.

۹ ــ تاسو ته بهتره معلو مه ده چي په افغانستان كې په تیرو څه كم څلو رو لیسزو كې ډیري زیاتي ګډوډۍ،قومي ،سمتي او تنظیمي دښمنۍ ،دكفري قوتونو مسلسلي مداخلې او نوري نا خوالي تیري شوي دي چي او س هم ډیر خلك شته چي هم هغه عقدي او دښمنۍ پالي له همدي امله دلته په افغانستان كې ډیر ځله داسي كسان دمجاهدینو په لباس كې را پورته شول چي مقدس جهاد بد نام كړي ،خودا چي له یوي خوا دالله تعالی نصرت له مجاهدینو سره مل و او له بلي خوا داسلامي امارت مسئولین ددې خاوري له ټولو وګړو سره بلد او دجهاد پخي تجربي لري نو هغه كسان ژر پيژندلای او له صحني ایستلای شي څوك چي جهاد بدنامول غواړي اوله دې جنجاله تراوسه پوري الله تعالی ډیر ښه ساتلي یو، الله دي نه كوي الله دي نه كوي چي دغه بدمخي اوغرضي كسان ستاسودلیري والي او په افغانستان كې دهغوی له نا بلدتیا څخه ستاسو په نامه ناوړه استفاده ونه كړي ،نوځكه موږ بیا هم ډیر ټینګار كوو چي دي خطر ته تاسو لازیات متوجه شی ترڅودلته داسلامي امارت له موجوده تشكیلاتو دباندي بل صف اجادنشي . څرنګه چې جهاد خپل هدف (اعلاء كلمة الله) ته رسول د ټولو مسلمانانو خصوصا د مجاهدینو شرعي فريضه ده، نو تاسو هم باید دخپل دیني مكلفیت له مخې د اسلامي امارت له وروڼو سره دهغوی د وحدت او قوي ساتلو په كار كې مرسته وكړي، نه داچې خدای مه كړه له لری ځای څخه داسې تصامیم ونیسي چې هغه دلته د مجاهدینو دمشرانو، دیني عالمانو او په زرهاوو صالحو مجاهدینو د خپګان او له تاسوڅخه دهغوی د مينې او اخلاص د له منځه تلو سبب وګرځي او اسلامي امارت دلته په څه کم څلورو لسیزو کې ددوه میلیونه مبارکو شهیدانو دپاکو ارمانونودساتلو په موخه دخپلو لاس ته راوړنو نه ددفاع په خاطر په عکس العمل لاس پوري کړي .

و صلّى الله على نبيّنا محمد وعلی آله و صحبه أجمعين.

و السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

دافغانستان داسلامي امارت نایب اودرهبري شوری سرپرست

الحاج ملا اختر محمد منصور

۲۹/۸/۱۴۳۶هـ ق

۲۶/۳/۱۳۹۴هـ ش ــ 2015/6/16م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
20 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمود

زه د یوه سلفی په صفت ددی لیک هر کلی کوم او باید د دا عش مشران دا لیک جدی ونیسی، دا اوسنی د طالبانو صف باید تقویه شی، او باید هر ځو ک چه ددین کار کوی د طالبانو په مشوره یی د وکړی، زمونژ سلفی مجاهدین ملګری که هر مشکل لری هغه د د خبرو د لاری حل کړی، او د حل وړ دی، خو که الله ناخواسته دا خبری بیا د جګړی طرف ته ځی ، ګټه یی د اسلام دشمنانو ته ّّځی او بس، او زه ټولو سلفی ملګرو او خصوصا مسلم دوست صاب ته مشوره… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

لیک خو ښه دی خو ځواب به ګورو چی څنګه دی

عمر مختار

دلته خبره د یو کس او یا ډلې نده ! په ټول امت اور بل دی او په وحدت صفوف کې د ټول امت خیر دی او هر مسلمان چې هر چېرته وي باید یووالی حفظ کړي او پدې سیمه کې چې د جهاد پایله نږدې ده په خپلو شخصي اغراضو یې ضایع نه کړي ، مونږ ډېر انتظار وویست او ډېرو قربانۍ مو ورکړې خدای مه کړه چې د څو غرضي کسانو له وجهې مو بیا ثمره د بې اتفاقۍ او خپل منځي جګړې ښکار نه شي. ولله الحمد

محمد

ډیر په زړه پوری مطلب وو خدای دی وکړی چی ښه استفاده تری وکړی او د مظلومو اوښکی بیا روانی نشی ځکه اوس چی ګورو په بعضی ولایاتو کښی بعضی مشکلات پیدا شوی دی نو د افغانستان د مسلمان ملت همدا امید دی چی یواځی یو صف وی خدای مکړه که نور صفونه جوړیګی نو بیا به تیر تاریخ راژوندی شی. او دهغی پایلی خو ډیر بدی وی

طوفان طوطاخیل

الله تعالي دي بغدادي ته هدایت وکړي دنړۍ په ګوټ ګوټ کې یې مجاهدین په جنجال کې سره واچول ، باید دلته په افغانستان کې سلفیان وروڼه اونور مسلمانان دمجاهدینو صف یو کړي ، امارت داسلام لپاره ډيري قرباني ورکړي دي ، خپل امارت یې په سلفیانو قربان کړ، غټو غټو سلفي علماؤ لکه په پورتني لیک کې چې یې یادونه شوي اسلامي امارت ته په ډېره درنه سترګه کتلي داعشیان هم باید په درنه سترګه ورته وګوري ، او د داعش والا دي دلته لاس وهنه نه کوي ، الله تعالی دي په ټوله نړۍ کې مسلم امة سره… نور لوستل »

nabil afghan

الله دې آباد لري ښه خبري ﺉې کړي دي ورته

افغان

که بغدادی صاحب په حقیقت کی مجاهد وای ده باید په افغانستان کي مجاهدين د امریکايانو او نظام پر ضد تقویه کړیوای ، که تش په نوم خلیفه رښتینی خلیفه وای نو له القاعدې سره تر جګړې به يې دا لازمه بللې وای چي لومړی پر اسرائيلو برید وکړي او بیا په سيمه کي د اسرائيلو غلامان په نښه کړي ، ددې خلافت پيل خو له مسلمانانو سره په اختلاف رامينځته شو ، لومړی يې د جبهة النصرة مشر مرتد وباله او بيا يې د اسلام دلاري دوه اتلان او د کفري نړۍ د سترګو خار شیخ الشهداء اسامة رحمه… نور لوستل »

nun309

داعش باید او د اسرایلو په خلاف وجنگیژی اول باید د برما د مسلمانو پوشتنه وکری

کمال

باور وکرئ لدی اوازو سره ددشمن روحیات قوی شوی اوپه عجبو شیطانی تبلیغاتو یی لاس پوری کری.زوانان دهمدغی کفری مدیا له لادپر دی کارته تشویق کوی.زکه دوی پوهیزی چی دغه خلگ دلته ستر زواک نسی جوریدی فقط مقاومت تقسیموی اوبدناموی چی په نتیجه کی دشمن بریالی کوی اومقاومت شکست خوری

صدیق الله

الله تعالی دي دافغانستان مجاهدین نورهم کامیاب کړي اوباید داعش داخبره ومني ځکه په افغانستان کي خوجهاد روان دی اوکه داعش غواړي چي کفاروته نورهم زیان ورسوي نودي وهغو ملکوته ځان ورسوي چي هلته مسلمانان ډیرپه تکلیف دي دلته خوافغانان داسلامي امارت ترامرلاندي په خپلوسرو سره وطن تریوحده ساتلۍ اونوربه يي هم انشاالله وساتي ځکه نوداعش باید دکفارو دسیسي کامیابي نه کړي اوباید شنډي یي کړي.

قاري سعيدخوستى

ياره دا حدثاء الاسنان او سفهاء الاحلام له نبوي سيرت ندي خبر
اسلامي امارت دي لومڑى له تدبره كار واخلي كنه دا افغاني او پاكستاني اختطافچيان غله راه زنان چي اوس دداعش ريالونو ته په طمع دي بايد اوژل شي
انشاءالله د اربكييزم په شان به دافتنه هم محوه شي

Muhammad

بسم الله الرحمان الرحیم ټولو مسلمانانو ته او د افغانستان مخلصو او صادقو مجاهدینو ته په خاصه توګه اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته که په حقیقت سره سترګی پټی نه کړو نو بیشکه چی افغانانو په تیرو دریو لسیزو کی ډیری قربانی ورکړی اولا ورکوی یی او د قربانیولړۍ یی لا دریدلی نده او په شدت سره روانه ده نو پوښتنه اوس داده چی ولی افغانان دا قربان ورکوی؟ او جواب یی هم ښکاره اور روښانه دی او هغه دی د اسمانی قانون لاندی ژوند کول یعنی قانون صرف اوصرف د الله جلَ جلاله منل او د انسان په لاس… نور لوستل »

khalid

Muhammad صاحب سلام او احترامات ته داسی وکړه د شیخ أبومصعب السوري کتاب دعوة المقاومة العالمیة الاسلامیة او د پاکستانی طالبانو تازه کتاب چی ددی خلافت د اعلان په باره کی یی خپل موقف د قرآن، سنتو او سلفو د علماو د موقف په رڼا کی بیان کړی ولوله ستا ټولی پوښتنی به ځواب شی د خلافت اعلانول آسان کار ده هر څوک یی کولای شی طالبانو او القاعده هم دا کار کولای شولای ولی احیا او اعاده یی آسان کار نده تدریجی او ګام په ګام کار ته ضرورت لری هیله کوم چی د رسول کریم (ص) د وفات… نور لوستل »

حقاني

جواب ته یی انتظار یو
الله ج دی اسلامی دولت په حقیقت پوه کری

الحاج استاذ بیانزی

زما په اند داعشیان چه هر څوک دی دا چه لیری دی پيژندنه یی تر ډيری کچی ستونزمنه ده ، په اوایلو کی می تاییدول ، مګر د ځینو کړنو له مخی یی زه هم په شک کی واچولم ، دا چه ښه دی او که بد دی په افغانستان کی که دوی حضور د داعش د مشرانو په دستور او قومانده سره وی بیا د نه منلو خلک دی ولی زه زیات فکر کوم افغانستان کی نشته دا چه نوم یی یادیږی هغه طالبان دی چه د کوم دلیل له مخی د طالبانو له صفونو بیل شوی او لا… نور لوستل »

محمدعالم

محمد وروره دلته په افغانستان کی خو جهاد روان دی او کوم بل صف ته احتیاج نشته که بل صف جور شی نو بیا به هغه د شوروی د وتلو وروسته تاریخ را ژوندی شی که تاسی وگوراست په سوریه کی خو مجاهدین خورا پر مخ روان و او پیروزی ته دیر نژدی و خو د مجاهدبنو د خپل مابین د اختلاف له امله جهادی صف کمزوری سو شکر اوس په افغانستان کی طالبان شه پر مخ روان دی او انشاءالله چی د خدای په زور سره به کامیابه کیژی

ډاکتر احمدی

ددی لیک د ځواب په هلکه څوک معلومات راکولی شی او که د نورو موضوعاتو غوندی وردته ابوبکر هیڅ وخت نه دی ورکړی؟

ډاکتر احمدی

Muhammad صاحبه ښه فکر وکړه چی د لیکنی پر وړانی د ی خدای ته ځواب ورکوی – د خلافت او خلیفه هغه اوصاف ته ماته پکښی واښایاست چی خلک ورنه بیعت وکړی – اوبل دا چی دوی دی یو وار د اسلامی ګوندونه نه غوشتنه وکړی یا دا چی دعوت وکړی – او حتی د خلافت په اعلان کی دوی چا سره ناستی نه دی اونه یی مشوره کړی – کی چیرته واقعی یو اسلامی خلافت وی او شروع – منځ او اخر یی د نبوی سنت او قران باندی استوار وی نو ولی نه ټول خلک به ترینه اطاعت… نور لوستل »

حبيب حقمل

خط په زړه پورى دى او د وخت تقاضا هم همدا ده، خو دا خط بايد کال مخکې ليکل شوي واى، اوس خو اوبه له ورخه تيري شوي دي، بيا هم اميد دى، چې څه نتيجه ورکړي، دوهمه خبره دا ده، کوم کسانو چې له داعش سره پيوستون اعلان کړى دى، هغوى خو مخکې نه همداسي ښکاريدو چې داسي يو ناوړه عمل به کوي، خو د امارت مسئولينو ورته د انډيواليزم په چوکاټ کې وده ورکوله تر څو يې دې ځاى ته ورسول، تاسو چې څومره کسان ويني چې له داعش سره پيوستون اعلان کړي هغوى خو د امارت مسئولين… نور لوستل »

عبدالحق امین

داعش د مجاهدینو په ضد جهاد شروع کړیدی، اول په سوریه او اوس په لیبیا او افغانستان کښې، اول می ډیري دعاګانی درته کولی، خو اوس د الله ج نه معافی غواړم. لاندی لینک هم وګوری. http://www.tammkeen.com/akhbar/56-mojahedin-news/7038-1394-03-20-12-45-15.html مجلس شورای مجاهدین در درنه لیبی که از به هم پیوستن چندین گروه اسلامی مبارز شکل گرفته است به دنبال افزایش خیانت ها و تجاوزگری های این گروه با صدور بیانیه ای جهاد علیه آنان را اعلام داشت. متن این بیانه به شرح زیر می باشد: بسم الله الرحمن الرحیم سپاس و ستایش مخصوص الله متعال که می فرماید: «إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ… نور لوستل »

Back to top button
20
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x