افغانستان

سرپل: طالبانو له اسلام څخه منکر «عیسوي» اربکی وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې هغه اربکی عسکر وژل شوی چې د اسلام مبارک دین څخه ګرځیدلی او عیسویت یې منلی وه.

طالبانو د پېښې مسئولیت په غاړه اخیستی او ويلي یې دي چې عیسوي اربکی یې د خښ کړل شوي ماین په مټ له خپل موټرسایکل سره یوځای الوزولی.

طالبان زیاتوي چې مرتد اربکی په داسې حال کې د ماین خوراک شو چې له یوه ساتونکي سره د وظیفې پر لوري په موټرسایکل روان وه.

په دې چاودنه کې پر نوموړي اربکي سربېره د هغه ساتونکی او موټرسایکل دواړه له مینځه تللي.

که څه هم پر افغانستان د امریکا له پوځي برید وروسته په دې هیواد کې د ارتداد، عیسویت، دیني مقدساتو د توهین، شرابو او فحش ځایونو په اړه راپورونه ورکول کیږي، خو دا لومړی ځل دی چې د افغان ځواکونو له لیکو څخه د یو عیسوي شوي عسکر خبر رابرسېره کیږي.

تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی اربکی د چا لخوا عیسویت ته هڅول شوی وه، خو له دې وړاندې د ۲۰۱۱ کال د جنوري پر ۲۷مه په کابل کې د فرانس پریس خبري اژانس خبریال «ایمانویل دوپریک» په یو هیښوونکي راپور کې ویلي وه چې په افغانستان کې میشت بهرنیان عیسویت ته تبلیغ کوي او افغانان له اسلامه اړوي.

دغه راز د صدای افغان ویب پاڼې د یو ازاد خبریال «احمد شاه رجا» له قوله ویلي چې دا مهال په شپږو ولایاتو کې د عیسویت مخفي کلیساګانې شتون لري. نوموړی خبریال وايي یوازې په کابل کې ۷ مخفي کلیساګانو ته ورغلی چې درې په «کارته چهار» کې، دوه په «کارته سه» کې، یوه لویه کلیسا په «سرک چهار سیلو » کې او یوه هم د کابل د لویدیځ په «پُل خشک » سیمه کې موقعیت لري.

د تېر کال په جون میاشت کې طالبانو د کابل په «کارته سه» سیمه کې په هغې ودانۍ سرتیری بریدګر وکړ چې د بهرنیانو لخوا ترې د کلیسا او عیسویت ته د تبلیغ استفاده کېده.

هېره دې نه وي چې د ګډ حکومت د ولسمشر مېرمن «رولا سعاده غني بي بي ګل» هم د اسلام مبارک دین څخه منکره او یوه «ملتزمه عیسوۍ» ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x