نړۍ

خیبرپښتونخوا: بیړني ناستی کونکي الوتکه مونږ په ډزو وویشته (TTP)

UShelicoptercrash543(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۲/۰۳) یوي انګریزي ورځپاڼي ډان نیوز خبر ورکړی دي چی نن له ماپښین څخه وروسته دخیبر پښتونخوا په مهمند ایجنسي کي یوي فوځي الوتکي بیړني ناسته کړی ده. ویل کیږی په دغه الوتکه کي دپاکستانی دسرحدي ځواکونو قومندان جنرال او ورسره دوو نورو لوړ رتبه فوځي چارواکو سفرکاوه. که څه هم پاکستانی فوځی چارواکي وایی چی الوتکی دتخنیکي ستونځي له امله بیړني ناستي کړی ده

،خوپه سیمه کی دپاکستاني طالبانو ویاند رسنیوته ویلي چی الوتکه ددوي له لوري په ډزو سره لګیدلی اوبیړني ناستی ته اړکړل شوي. په پيښه کی څوک وژل شوی نه دي یواځي دوه کسان سرسري ژوبل شوی دي، چی وضعیت یی داندیښني وړنه دي. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x