افغانستان

شاه ولي اديب: د بدخشان نورې سيمې هم د سقوط په حال کې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان سرپرست والي شاه ولي اديب ويلي، چې يمګان ولسوالۍ اوس هم د طالبانو په واک کې ده او که مرکزي دولت بېړنۍ مرستې ور ونه رسوي، نو د بدخشان نورې سيمې به هم د طالبانو پر وړاندې سقوط وکړي.

ښاغلي اديب وايي، چې يمګان ولسوالۍ اوس هم د طالبانو په واک کې ده او دولتي عسکرو څو څو ځله د دغې ولسوالۍ د نيولو هڅه وکړه، مګر هڅو يې هېڅ ګټه نه ده کړې.

د بدخشان سرپست والي ګواښ وکړ، که مرکزي دولت دغه ولايت ته بېړنۍ مرستې ونه رسوي، نو د راغستان ولسوالۍ په ګډون ګڼې نورې سيمې به ډېر ژر د طالبانو لاسته ولويږي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې يمګان ولسوالۍ په بشپړه توګه د دوی په لاس کې ده، دوی ولس سره په اړيکه کې دي او دولت ته يې ګواښ کړی، که دغسې ولسوالۍ ته يې ته د ورتلو جرئت وکړ، زيان به يې پر خپله غاړه وي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د عزم په نوم پسرلني عملياتو د پيل راهيسې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په لر و بر کې خپلو عملياتو او چاودنو ته زور ورکړی او وخت پر وخت د خپل واک او ځواک سيمه پراخوي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د طالبانو پسرلني عمليات د پخوا په پرتله ډېر قوي دي او په مقابل کې د ګډ حکومت چارواکي قوي هوډ او واحده قومانده نه لري او له همدې امله امنيتي ځواکونه د طالبانو د بريدونو او چاودنو په مخنيوي نه توانيږي او د طالبانو د فعاليت سيمې ورځ تر بلې زياتيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x