افغانستان

هلمند چارواکي: طالبانو کجکي کې ګڼې پوستې نیولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند چارواکي وايي چې طالبانو تېره شپه د کجکې ولسوالي په ګڼو امنیتي پوستو بريدونه کړي دي، چې عسکر ترې په تېښته بريالي شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي چې ګڼو وسله والو مخالفينو تېره شپه د کجکي په مرکز کې په ځينو امنیتي پوستو حمله وکړه چې په خبره يې امنیتي مسوولینو سهار وختي ځینې پوستې د مرګ – ژوبلې له وېرې پرېیښې دي او جګړه لا هم روانه ده.

که څه هم عمر ځواک د دې پوستو د بېرته نیولو په موخه د عملياتو پر ژر پیل کېدو ټینګار کوي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې طالبانو له دوو ورځو راهیسې په دې سیمه کې جګړه پیل کړې ده، چې دم ګړۍ ټولې لارې د طالبانو په لاس کې دي.

د دوی په خبره وسله وال طالبانو ورو – ورو د ولسوالۍ تعمیر ته نږدې کېږي.

د هلمند د کجکي په اړه په داسې حال کې دغه خبرونه ورکول کېږي، چې تېره ورځ هم د هلمند امنیتي مسوولینو د دې ولایت د امنیتي ځواکونو تر منځ له نه همغږي سر ټکاوه.

د هلمند امنیه قومندان تېره ورځ رسنیو ته وویل چې په دې ولایت کې د ملي اردو یو ټانګ د پولیسو د مرستې لپاره په سل زره کلدارې ورځي، بې له پیسو د اردو عسکر د پولیسو مرسته نه کوي.

طالبانو د کجکي د بريد په اړه تراوسه څه نه دي ويلي، خو د هلمند په سنګین کې يې د دوو پوستو د نیولو او ۱۵ عسکرو د وژلو خبر ورکړی دی.

د دوی د خبرپانې له مخې د سنګین د څاروان کلا په ډبرۍ سیمه کې يې دوه پوستې نیولې او په نږدې دوه ساعته جګړه کې يې ۱۵ عسکر ووژل چې د ۸ تنو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

تر دې وړاندې هم طالبانو د هلمند په موسی کلا ولسوالي کې په یوه بريد کې ۱۷ عسکر ووژل او دوه نور ټپیان کړل، چې د هلمند چارواکو يې تایید وکړ او ويې ویل چې دوی د دې پېښې په پلټنې بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x