افغانستان

بشردوست: که بیا داسې پارلمان جوړېږي، نو ترې تېر شئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې غړی ډاکټر رمضان بشردوست وايي چې که له ناندریزو ټاکنو وروسته بیا هم د اوسني پارلمان په څېر پارلمان جوړېږي، نو باید ګډ حکومت پرې لګښت ونه کړي.

هغه پخپلو تازه څرګندونو کې د اوسنۍ ولسي جرګې پر غړو نیوکې کړې او ويلي يې دي چې که بیا هم د داسې يو پارلمان تصور کېږي نو باید ترې تېر شئ.

رمضان بشردوست چې په ولسي جرګه کې په سپین ویلو مشهور دی، ځينې وکیلان پر دې ملامت کړل چې پر ډېرو مهمو مسئلو د بحث لپاره به هم ولسي جرګې ته نه حاضرېدل.

نوموړي ښکاره څوک نه دي یاد کړي خو ویلي يې دي چې داسې وکیلان هم شته چې په خپله ټوله دوره کې د ځینو مهمو ملي مسئلو د حل په موخه يوځل هم غونډې ته نه دی راغلي.

رمضان بشردوست وروسته له هغه خپلې نیوکې لا تندې کړې چې د نوموړي په خبره ګډ حکومت په ناقانونه توګه فعاليت پیل کړ.

هغه د پارلمان په ټولو ناستو کې ګډ حکومت د « ع او غ » حکومت بللی دی او دا يې یو سهامي شرکت ګڼلی دی.

بشردوست د روان کال په ثور میاشت کې هم ولسي جرګې ته له ځان سره قرآن شریف وړی و او ټینګار يې کاوه چې استازي باید د دې قرآن په نظر کې نیولو سره خپلې خبرې وکړي.

رمضان بشردوست په داسې حال کې د اوسنۍ ولسي جرګې په اړه پورته څرګندونې کوي چې د ولسي جرګې مشر او ځینې غړي د دې جرګې د فعاليت لا اوږدېدل خپل قانوني مشروعيت بولي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي تېره ورځ ټینګار وکړ چې تر څو پارلماني ټاکنې ترسره شوې نه وي، روانه ولسي جرګه خپل مشروعيت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x