مژګان مصطفوي د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستياله شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له امر سره سم مژګان مصطفوي د اطلاعاتو او کتلور وزارت نشراتي مرستیاله وټاکل شوه.

د اداري چارو عمومي ریاست د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مژګان مصطفوي د اطلاعاتو او کتلور وزیر عبدالباري جهاني په وړاندیز او د اشرف غني په امر د سمین حسن زاده پر ځای د دې وزارت نشراتي مرستیاله شوه.

مژګان مصطفوي تر د مېرمن سمین حسن زاده پر ځای پر دې پوسټ مقرره شوه، چې مېرمن حسن زاده د فرخندې په اړه د یو فیسبوکي پوسټ پر سر له دندې لرې کړای شوه.

مېرمن مژګان تر دې وړاندې د کابل پوهنتون په ژورنالیزم پوهنځي کې استاده پاتې شوې ده او پخپله يې هم ارتباطي علوم او ژورنالیزم لوستي دي.

نوموړي د ښځو چارو وزارت د مرستيالې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني چې د ښځينه کدرونو د ټاکنې په برخه کې د خپلې مېرمنې تر دروند سیوري لاندې ښکاري د ټاکنیزو منډو ترړو په مهال دا ژمنه کړې وه، چې نوموړی به پخپل حکومت کې مېرمنو ته پراخه ونډه ورکوي. چې تېره ورځ يې د سترمحکمې د عالي شورا لپاره هم انیسه رسولي معرفي کړه. په داسې حال کې چې له شرعي اړخه علما‌ء په دې برخه کې په داسې شرایطو کې د مېرمنې لپاره پر کار کولو یوه خوله نه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د