روژه په خپلو اعمالو او فکر د بيا کتنې زرين چانس

ليکوال: زياد بن عابد المشوخي

ژباړن: احمدالله احمدزی

موږ مسلمانان په فردي او ټوليزه توګه ډېره اړتيا لرو، چې په خپلو کارونو، فکرونو او عقيدې له سره غور وکړو او روژه د دې کار لپاره تر ټولو ښه چانس دی.

انسان په خپل طبيعت کې ستونزو، کړاوونو او ګناهونو سره مخ دی او تل د ځان په اړه د بريا فکر کوي، مګر انسان بايد په دې خبره پوه شي، چې دی تل له خطا سره مخ دی او بايد په خپلو کړو وړو کې د فکر او غور لپاره وخت وباسي.

الله تعالی په نفس لوامة قسم خوړلی وَلا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ. امام حسن رحمه الله فرمايي قسم په الله دا د مومن نفس دی. مومن چې تل خپل نفس ته ګوري، ملامتوي يې. مومن تل وايي، چې زما د خبرو، خوراک، څښاک او اعمالو هدف او موخه څه ده؟ بې لارې او فاجر انسان هېڅکله د خپل نفس د ملامتيا په فکر کې نه وي. امام مجاهد رحمه الله فرمايي: نفس لوامة دا وي، چې په تېرو کارونو سړی پېښمانه کړي، چې پلانی د شر کار دې ولې کړی او د خير پلانی کار دې ولې ډېر نه دی کړی، مګر د نفس ملامتيا د ژوند په بوختياوو او وخت په تېرېدو له پامه وځي او اوس موږ ته الله تعالی داسې يو طلايي چانس په لاس راکړی، چې په خپل فکر، اعمالو، عقيدې او نفس له سره غور او فکر وکړو او دا چانس د روژې مبارکه مياشت ده.

مسلمان بايد روژه کې دا فکر هم وکړي، چې دا يوولس مياشتې يې ولې او څرنګه د قرانکريم له تلاوت، تفسير او تدبره لرې تېرې کړي؟

موږ بايد دا فکر هم وکړو، چې خپلوانو، دوستانو او ملګرو سره مو اړيکې څومره او څنګه ساتلي دي؟

روژه کې بايد پر دې هم فکر وکړو، چې زموږ مالونه او ګټې د حلالو دي که د حرامو؟

دا فکر هم بايد وکړو، چې خپلې کورنۍ، وروڼو او بچيانو په اړه مو خپل مسؤوليت څومره ادا کړی دی.

په دې هم بايد غور وکړو، چې د ضعيفو او بې وزلو مسلمانانو او اسلامي قضاياوو په اړه مو څه مسؤوليت دی او څه مو کړي دي؟

مسلمان بايد روژه کې پر دې هم فکر وکړي، چې خپل کارونه او دنده په څومره موقفيت تر سره کوي او اسلامي امت لپاره يې داسې څه کړي، چې د پرديو له احتياجه يې خلاص کړي؟

اخري خبره دا ده، چې د فرد اصلاح د ټولنې اصلاح سره تړلې او د ټولنې اصلاح د امت له اصلاح سره تړلې او ډېر خلک د خپلو نېکو اعمالو له وجې امت بلل شوي او الله تعالی په کې د ټول امت خير اچولی دی.

اللهم بلغنا رمضان وأعنا على صيامه وقيامه إيماناً واحتساباً.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د