افغانستان

دلیبیا لودیځ کي دزواره ښارګوټي ته څیرمه دمختلفو ډلو ترمنځ جګړه روانه ده

misrata libya war(نن ټکی اسیا مارچ ۰۳/۲۰۱۲) دلیبیا په لویدیځ کی دسمیزو مسئولینو له لوري خبرورکول شوی دي، وایی نن دریمه ورځ ده چي په سیمه کی دمختلفو قومونو اوډلو ترمنځ جګړه روانه ده، اړونده سرچینو زیاته کړه چي په روانه جګړه کی له سپکو اودرنو وسوڅخه کاراخیستل کیږي.

په دي وروستیوکی دلیبیا په لرو پرتو اوکلیوالو سیمو کی دمختلفو ډلو ټپلو او قیایلو ترمنځ دجنګ خبرونه ورکول کیږي، په سیمه کی له حالاتو څخه باخبرخلګ دارنګه جګړي دلیبیا دملی انتقالی حکومت کمزوري اوناتواني په ګوته کوي. ویل کیږي دغه وروستي نښتی دزواره په ښارکی دلږکیو مازیغیه قبیلي اوددوي پرڅنګ دډیریو عربو ترمنځ رامنځ ته شوی دي له سیمي څخه عیني شاهدانو خبرورکړی وایی کله چی تیرکال دلیبیا دپخواني اولسمشر معمر القذافي په وړاندي دلیبیا اولس وسله پورته کړی، له هغه وخته څخه بیا تراوسه پوري دغه سیمه نه ده کراره شوی، چی اوس له تیرو درو ورځي راپدی خوا یوځل بیا په سیمه کی دلږکیو امازیغیه او ډیریو عربو ترمنځ جګړه روانه ده دیادولووړده چي دزواره ښار دلیبیا په لویدیځ کی په ۱۲۰ کیلو متري کی پروت دی چی ډیری وګړي یی دمازیغیه قبیلي پوری تړلی خلګ دی، خو له ښاره څخه شااوخو بیا دلیبیا هیواد اکثریت عرب پراته دي. همدارنګه دغه ښار د لیبیا دپلازمیني طرابلس لپاره ستراتیژیک اهمیت لري ځګه چی زواره ښار دلیبیا اوددغه هیواد دګاونډي هیواد تونس ترمنځ پرعمومی لاره باندی پروت دي. څو ورځي مخکی دلیبیا دملی انتقالی ځواکونو له لوري دغه ښارتریو حده پوری ترولکه لاندی راغلی وو اونسبتا سوله پکی تاءمین شوی وه، خو په دي ورستیو کی بیرته وضعیت دعسکرو له توانه څخه وتلي اوپه سیمه کی دمختلفوډلو ترمنځ یوځل بیا جګړي رامنځ ته شوی دي چی دخلګو ژوند یی سخت له کړاوونه سره مخ کړی دي. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x