نظرمحمد مطمئن

پطلون به البته له افغاني جامو ښه وي؟؟؟

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

نن رسنیو راپور ورکړ چې د پوهنې وزارت ته په افغاني کالیو کې ددغه وزارت کارکونکو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کیده، او د وزارت کارکونکې هغه چې خپلې ملي جامې يې پر تن وي د وزارت په دروازه کې د کالیو په جرم مجازات شول، د لنډ وخت له پاره دغه کسان همداسي بهر ولاړ و، چې کله هم خبره ټولنیزو رسنیو ته راووتله بیا په دي شرط اجازه ورکول شوه چې د کالیو او دریشي اړوند به د وزارت پریکړه چې هر څه وشوه هغه مني.

ځينې سرچینې وایې چې نن ورځ به وزیر پریکړه کوي چې د وزات کارکونکي يواځي دریشي کې باید راشي او که په افغاني کالیو کې هم اجازه ورکول شي، د هرچا چې خوښه وي که په دریشي کې راځي او که په افغاني ملي کالیو کي.

ویل کیږي چې کله هم ولسمشر اشرف غني د کابل پوهنتون رئیس و، د کابل پوهنتون ځینو استادانو پر محصلینو دریشي اغوستل حتمي کړي و، او په ملي جامو کې يې محصلینو ته صنف ته د ننوتلو اجازه نه ورکوله، کوم محصل همدا شکایت په خپلو ملي کالیو کې چې دده ممانعت استاد له صنف څخه کړی و، د هغه وخت د پوهنتون رئیس اشرف غني احمدزي ته ورساو، د پوهنتون رئیس سمدستي ورسره روان شو او محصل يې په صنف وردننه کړ، هلته يې اعلان وکړ چې هیڅ استاد حق نه لري چې محصلین په افغاني ملي جامو کې له درس ویلو څخه منع کړي، همهغه و چې بیا محصلین په خپلو جامو کې درسونه وته تلل.

د مي ۲۹مه د پښتو ورځ وه، ما د بلخ د سرپرست والي پر فیسبوک پاڼه ولیدل چې دهمدې ورځې مبارکي يې پښتوژبې وروڼو ته ورکړي وه.

نن چې مې د پوهني وزیر د دغه ډول پريکړي اړوند خبر واورید، حیران ځکه شوم، چې هغه معلمین چې له هلمند، کندهار، ارزګان او پکتیکا څخه د خپلو کارونو خلاصولو په موخه کابل ته راځي هغوي چې دریشي نه لري هغوی به دغه ستونزه څه ډول حل کړي. او هغه زده کوونکې چې د پښتون میشت سېمو څخه کابل ته راځي هغوی به دا ستونزه څه ډول کړي.

له پوهنې وزارت نه شړل شوي مامورين؛ دوی د پوهنې وزیر د ملي لباس پر اغوستلو ملامت بللي او له وزارته يې را ویستلي دي.

له پوهنې وزارت نه شړل شوي مامورين؛ دوی د پوهنې وزیر د ملي لباس پر اغوستلو ملامت بللي او له وزارته يې را ویستلي دي.

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین ښاغلي محمد شفیق صمیم صاحب هم مجبوره ده چې خیاط ته همدا نن ولاړ شي او دریشي ځانته جوړه کړي.

اوس که ولسمشر اشرف غني د پوهنې وزارت په دي ستونزه خبر شوی وي، هغه به څه وکړي؟ ځکه چې دغه پوسټ خو د ډاکټر عبدالله په برخه رسیدلي او بیا وزیر صاحب د ځواکمن قومندان عطاء نور له خوا معرفي شوی، دا خو د پوهنتون استاد نه دی چې پټکه به هم پري وکړي.

د تعصب له امله له افغاني جامو سره دغه ډول چلند به ستونزه او تاو تریخوالی نور هم ډیر کړي، او حتمي هم نه ده چې یا خو دي دریشي وی او يا کالي، دا دهر افغان حق دي چې کوم ډول کالي مناسب ورته ښکاري هغه به کوي.

او که د اساسي قانون او يا دافغانستان د مروجه قوانینو برخه وی چې دریشي حتمې ده، بیا نو په کار ده چې لومړی يې ولسمشر پر ځان عملي کړي، بیا يې د کابينې غړي.

او زما هیله داده چې دغه د دریشي اغوستلو قانون لومړي په لیري پرتو سېمو کې تطبیق کړي، کابل کې خو هسې هم ډیموکراسي ده.

د پارلمان وکیلان او سناتوران هم باید په کالیو کې د پوهنې وزات انګړ ته پري نه ښودل شي. او که کله ولسمشر د پوهنې وزارت څخه لیدنه کوي او هغه په تېروتنه کې په افغانۍ جامو کې ورځي هم يې باید مخه ونیول شي.

زه خو چې څومره معلومات لرم زموږ پښتنو، تاجکو او هزاره وروڼو مشرانو نږدې ۵۰ کاله مخکې ټولو جامي او لنګوټه درلودله، اوس ولي زموږ ځوان نسل له دغې جامې سره تعصب کوي. او بیا په تیره هغه وروڼه چې دينې زده کړي يې کړي، هغوی خو باید ډیر پراخ نظر ولري.

ستونزه خو ټوله د پښتنو ده، همدي په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې غټې لنګوټې پر سر او غټ کالي او ۶ متره پرتوګ اغوستي او هلته ناست وي ، همدوی دي چې متعصبو کسانو ته رایه ورکوي، د پښتنو سره لوی خیانت همدوی کوي.

زه شخصا د پوهنې له وزیر څخه هیڅ ډول ګیله نه کوم او نه به يې وکړم، زموږ عملونه او زموږ ضعف دی، که وزیر صاحب پوهیدی چې پښتانه په خپل ملي لباس خفه کیږي هېڅکله يې دغه ډول امر خپلو وسلوالو ته نه کاو، چې په افغانۍ جامه کې کسان د وزارت له انګړ څخه منع کړي.

اوس هم که موږ په خپلو ملي جامو شرمیږو او د وروسته والي لامل يې ګڼو، نو حتمې ده چې یو وخت به دا امر حتمې پر موږ، زموږ پر اولادونو او راتلونکو نسلونو په زور تطبیق کیږي چې خپله ملي جامه وباسي او پر ځای يې پردې جامه او پردی کلتور خپل کړی.

یوه خبره واضیح کول په کار دي چې نه خو زموږ پښتنې جامه شرعي جامه ده او نه هم پطلون، دواړه جایز او رواه جامې دي، ولي افغانۍ جامه نسبتا شرعي جامو ته نږدي ده. موږ له پطلون سره تعصب نه لرو، د پطلون له خاوندانو هم غواړو چې زموږ له جامو سره تعصب ونه کړي.

په دي هیله چې نور له قومي، ژبنې، نژادي او سېمئیزو تعصبونو څخه پاک افغانستان ولرو.

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمود
میلمه
محمود

یره وروره الله د ښایسته ژوند در کړی، ستاسی د مونژ د زړه اواز یاست،
ْ

طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

محترم لیکوال ته چې وایې چې پتلون هم جائز جامه ده او پرتوګ هم ، داځيني پتلونان خو بیخي غیرشرعي دي دانسان کوناټي څه چې دنورو اعضاؤ عکاسي هم کوي چې داسي جامي په غاړه کول جائز نه دي چې یاخو ډېري نرۍ وي اویاهم دبدن دغړو حجم ښکاره کوي ،
خیرپه ډیموکراسي کې خو اوس نجوني هم ښه تنګ تنګ پتلونان کوي

طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

وزیرصیب خو به هم دخپلو مامورینو کوناټي ګوري چې دکوم یوه یې غټ شوي ځکه بل ډول دافسادنه ورکیږي بس که دهریوه هغه غټ شوي ؤ نو وزیرصیب به پوی شي چې رشوت یې خوړلی اوعدالت ته به یې راکاږي هههههههههههههه

خان الزرقاوی
میلمه

سلامونه خپل نوی ملګری ومنۍ ۰
ښاغلی مطمئن صاحب باید وویل شی ستاسو دلیکنې سر لیک سره سم البته نه (خواه ناخواه) پطلون له افغاني جامو ښه وي

الهام
میلمه
الهام

الهام الحنفى.16.6.2015مساء يو باحساسه شاعر چنگه شه وایی چه ساده نه یم خوساده زم لباس ده:::دابگری چه می ترلی دادپاک نبی میراث ده افغانی اسلامی لباس چه په لنگوته.قمیص.پرتوگ.صدری.پتو اوداسی سه نورو شیانو باندی مشتمل ده یقیننا چه دشریعت مقدس له رویه نه داچه یوتایدشوی لبا س ده بلکه دافغانو دپرتمن تاریخ او میرانی دسمبول یو ه نخشه ده.غربیان کله افغانان په خاص دول اودملت مسلمه جوانان په عام دول په خپلو دینی او ملی شعائروکی زغملی شی.غرب خودمیدیا،اخبارونو اونورو مطبوعاتی زرایعو له لاری دفکری جگری په محاذ کی خپل پوره توان او طاقت په کار اچوی چه سنگه دهغو… نور لوستل »

صالحی
میلمه

پتلون یو سپک بی عفته شی دی ، الله موژ ځینی وساتی