افغانستان

مصر: د محمد مرسي د اعدام سزا په عمر بند بدله شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): یوې مصري محکمې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر محمد مرسي نن په عمر بند محکوم کړ. د اخوان المسلمين خوځښت عمومي لارښود، محمد بدیع په ۲۵کلونو بند محکوم کړل. د مصر کودتايي رژیم محکمې له خوا پر دوی تور دی چې «بهرنیو ډلو سره یې دسیسو کې» ونډه لرله


محمد مرسي د خپلې واکمنۍ پر مهال د فلسطیني مقاومت ډلې، حماس سره نژدې اړیکې لرلې. د سيسي رژیم د حماس جهادي غورځنګ «ترهګر» بولي


ټولټال د اخوان المسلمون ۱۷تنو مشرانو ته د عمر بند سزاوې واورول شوې. 


حکومتي محکمې د اخوان بل مشر، خیرت الشاطر او دوو نورو ته د مرګ سزاوې واورولې. ۱۳تنو نورو ته هم په غیاب کې د مرګ سزاوې اورول شوې دي. 


محمد مرسي د تېر مۍ میاشت کې د همدې محکمې له لوري د زندان «ماتولو» په جرم په مرګ محکوم شوی و


محکمې ویلي چې د مرسي او نورو په تړاو دغه پرېکړې به د مصر ستر مفتي ته د تایید لپاره واستول شي


د سيسي کودتايي رژیم له هغې راهیسې چې په ۲۰۱۳م کال یې د منتخب ولسمشر محمد مرسي پر حکومت کودتا وکړه، د اخوان المسلمین خوځښت یې «ترهګر» وباله. 


تر دې دمه د سيسي د رژيم د دغو پرېکړو په تړاو نړیوال غبرګونونه لا رسنیو ته نه دي رسېدلي
.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x