کابل: د ښوونکو اعتصاب تر دوو اونیو هم واوښت

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په پلازمېنه کابل کې د ښوونکو له لوري پیل شوی اعتصاب تر دوو اونیو هم اوړي خو لا يې هم غوښتنې نه دي منل شوې.

دغه ښوونکي وايي چې دوی تر هغو خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړي چې تر څو يې غوښتنې ومنل شي.

د پوهنې وزارت مسوولین وايي چې دوی د ښوونکو د ستونزو د اورېدو او د هغوی د حل په موخه د دې اعتصاب د پیل ځای – حبیبیه لیسې – ته خپل پلاوی لېږلی او ډاډ يې ورکړی چې د دوی غوښتنې به ومنل شي.

خو اعتصاب کوونکي ښوونکي وايي چې دوی په تشو ژمنو نه غولېږي او په خبره يې ولسمشر باید هغه ژمنې پوره کړې چې له دوی سره يې کړې وي.

د کابل اوشاوخوا ولایتونو د ښوونکو دغه کاري تحصن د غبر ګولي د میاشتې په لسمه نیټه د کابل له حبیبیې لیسې څخه پیل په تدریج سره د کابل ټول ښار او بیا ننګرهار، تخار کونړ، پکتیا ځینو سیمو ته وغځیدو.

د مرکز او ولایتونو ښوونکي یواځې د خپلو استحقاقاتو او هغو ژمنو د پوره کولو غوښتنه کوې کومې چې په دې وروستیوکې د ګډ حکومت د مشر لخوا ور سره شوې.

د ګډ حکومت مشر د خپل حکومت په لومړنیو ورځو کې په کابل کې د ښوونکي د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې له نن نه ۶ میاشتې وروسته به د افغانستان ټول ښوونکي خپل کور ولري او هغوی ته به له دولتي ملکیت څخه یوه یوه نمره ځمکه ورکړل شي.

د ښوونکو د اعتصاب له پیل سره ګڼ ښوونځي تړلي پاتې دي، خو د شنونکو په باور که ګډ حکومت نور هیڅ ونه کړې او په هرولایت کې په ډیره لیږه اندازه همدا دولتي غصب شوې ځمکه د غاصبینو له لاسه را جلا او ښوونکو ته یې دهغوی د وطني او ملي خدمت دمکافات په خاطر ورکړي هم د هیواد دټولو ښوونکو ستونزه ورباندې حل کیږي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د