
غزل – خپلواک دریځ
ګلابونه او لمبه لپه کې وړمه
د ګلمخي یار غوسه لپه کې وړمه
له یوه آسمانه بل آسمان ته تله دي
زندګي خوره وره لپه کې وړمه
د جانان د مینې ټکنده غرمه ده
د رڼو اوښکو چینه لپه کې وړمه
د ژوندون تورې تېارې بې موره نه یم
لمر، سپوږمۍ وړمه ډېوه لپه کې وړمه
هغه مانه د خپل حُسن قیمت غواړي
راڼه ستوري ټوله شپه لپه کې وړمه
یوه کرښه مې په لپه کې دریځه
یوه لویه فلسفه لپه کې وړمه
خپلواک دریځ