نظــر

دبدخشان، ډایکنډي او سرپل مجاهده وروره

دبدخشان، ډایکنډي او سرپل زړورو مجاهدینو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، پدې کې شک نشته چې تاسې دوسلوال جهاد له  پیله له خپلو مجاهدو وروڼو سره اوږه په اوږه دصلیبي نیواکګرو په وړاندې جنګیدلي یاست او بې شمیره سرښندنې مو کړې دي. ستاسې سرښندنې او فداکارۍ زمونږ په جهادي سجل کې ثبت دي او هیڅوک هم ورځنې انکار نشي کولای. داشیبه هم کورني او دهغوی بهرني باداران ستاسې له جهاد او مبارزې څخه په ویره کې دي او دیوې شیبې لپاره هم دامن احساس نه کوي.

 لکه څرنګه چې ټولو ته معلومه ده تاسې دتیرو لسو کلونو په اوږدو کې دنیواکګر صلیبي دښمن او دهغوی دکورنیو مزدورانو په ککرۍ ډیر سخت ګوزارونه کړي اما دښمن دخپلې ماتې دپټولو په خاطر دا ټول پټ کړي او اعتراف یې ندی ورباندې کړی.

ستاسې مجاهدین وروڼه هیله کوي چې دمسلمانانو ددې هیواد یوه لویشت خاوره هم دصلیبي دښمن په وینه له خړوبولو پاتې نشي، او تاریخ ښودلې چې دا خاوره تل دنیواکګرو په وینه خړوبه شوې او له هغې پرته حاصل نه کوي. ستاسې مجاهد وروڼه غواړي چې بې له شک او شبهې څخه دا سرلوړی او افتخار ترلاسه کړي چې افغانستان هیڅ ولایت او ولسوالۍ صلیبیانو ته په خپل ځان کې ځای ندی ورکړې بلکه ددې هیواد داسې ځای ندی پاتې چې ددښمن په وینه نه وی خړوب شوی نو لدې کبله ددې افتخار لاسته راوړنه ستاسې په زیار او سرښندنو ولاړ دي.

ددښمن شمیره چې په لاندې نقشه کې هم ښودل شوي پرته لدې پورته یادو شوو ولایاتو په ټولو ولایاتو کې له خپلو تلفاتو خبرې کوي، مګر اوس هم ددې فرصت په لاس کې شته چې دا دعوا دروغ ثابته کړو. دبدخشان غیرتمنو او زړورو مجاهدینو، ددایکنډی او سرپل زمریانو او جنګیالیانو دهمت ملا وتړی او په صلیبي دښمن داسې برید وکړی چې دا ځل له هغې څخه انکار ونشي کولای او خپل تلفات پټ نشي کړلای.

ستاسې مجاهد وروڼه لدې ویره لري داسې نه چې دښمن به وتښتي او خدای مکړه پدې ولایاتو کې هیڅ تلفات هم نه وي ثبت شوي. ستاسې مجاهد وروڼه دا ارزو لري چې دا لوی افتخار دټولو هغو جنګیالیو مجاهدینو په برخه شي کوم چې پدې سختو شیبو او مشکلاتو کې لدوی سره اوږه په اوږه جنګیدلي او له افغانستان څخه دنیواکګرو ځواکونو په ماتې او ایستلو کې یې برخه اخیستې ده.

الله تعالی مسلمانان په نیکو کارونو کې مخکې والي او سبقت ته هڅولی دي، لکه څرنګه چې فرمایي: “فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ” ترجمه: «پس دنیکیو په لور بیړه وکړی» او په بل ځای کې دجنت دنعمتونو له یادولو وروسته چې بهترینه درسیدو لار ورته جهاد فی سبیل الله او دتیری کوونکي دښمن دوینو تویول دي فرمایي: “وَفِي ذَلِكَ فَلْيَتَنَافَسْ الْمُتَنَافِسُونَ” ترجمه: «او مسابقه کوونکی باید ددې نعمتونو په لور یو په بل باندې مخکې والی وکړي» نو دخیر پدې کار کې په هلمند او کندهار کې له خپلو مجاهدو وروڼو سره چې په هر یوه ددې ولایتونو کې یې دنیواکګر دښمن په خپل اعتراف سره 837 او 441 تنه نیواکګر یې وژلي او دجهنم کندې ته یې غورځولي دي مسابقه او مخکیوالی وکړی بلکه دخیر پدې کار کې ورسره غبطه وکړی او دا تمنا وکړی چې دا افتخار دتاسو په برخه هم شي او دې مبارک هدف ته درسیدو لپاره له هیڅ شرعي وسیلې څخه مخ مه اړوی.

ددایکنډي مجاهده وروروڼه له خپلو ګاونډیانو څخه په ارزګان کې چې ددښمن په خپل اعتراف یې ددوی ۶۶ تنه هلاک کړي دي باید مخکیوالی وکړي او دسرپل مجاهد وروڼه باید په فاریاب ولایت کې له خپلو ګاونډیو مجاهدو وروڼو سره مسابقه وکړي، همدا راز بدخشاني مجاهد وروڼه باید له خپلو ګاونډیو مجاهدو سره په نورستان ولایت کې دجنت دنعمتونو په لور دنیواکګرو صلیبیانو په وژنه کې سبقت وکړي، او که نشي کولای له هغوی څخه سبقت وکړي نو لږ ترلږه باید په غور او سمنګانو ولایتونو کې دخپلو مجاهدینو وروڼو په څیر دیوه یا دوه تنه نیواکګرو وینې خو دې تویې کړي، داسې نه چې ددوی خاوره خدای مکړه دنیواکګرو له وینې څخه محرومه شي.

مجاهده وروره! لوړ عزم ولری، دهمت ملا وتړی، په الله تعالی توکل وکړی، له هیڅ زبرځواک څخه مه ویریږی، پدې پوه شی چې دجنت نعمتونه ستاسې په انتظار کې دي، مه پریږدی چې خونړی او وحشي دښمن ستاسې له ولایتونو څخه روغ رمټ ووزي، ددښمن پښې ورماتې کړي او دخپلو ولایتونو له نومونو سره دا کمی چې ترسترګو کیږي پوره کړي. مونږ پوره باور لرو چې فتح او بریا ستاسې په برخه دي او که همت وکړی الله تعالی له تاسې سره مرسته کوي او ددنیا او آخرت افتخار او خوښي ستاسې په برخه کیږي. نو همدا اوس را پورته شی مه پریږدی چې ستاسې دښمن په خپلو اډو او مرکزونو کې هوسا ژوند وکړي، رڼا شپه ورباندې تیاره وګرځوی، دماتې داسې درس ورته ورکړی چې خپل ماتې خوړلي نیکونه ورپه یاد شي او پدې پوه شي چې دا دزمریانو خاوره ده او یوه لویشت یې هم نیواکګر په ځان نه پریږدي.

مونږ پدې پوره باور لرو چې تاسې به دخپلو مجاهدو وروڼو دې بلنې ته لبیک وایی او ان شاء الله په دې نیږدې ورځو کې به ووینو چې ستاسې زمریانو له ولایتونو څخه نوي تابوتونه دډالۍ په توګه دنیواکګرو هیوادونو په لور روانیږي. او پدې پوه شی چې “إِنْ تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ” ترجمه: «که له الله تعالی سره یاری وکړی نو الله تعالی هم له تاسې سره یاري کوي او ستاسې پښې ټینګوي».

وماذلک علی الله بعزیز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x