شعـــــرونه

دظلم سیلۍ

شاعر: اسدالله رزین

۱- دادکوم ظلم سیلۍ ده دادکوم وحشت غوراده
دادچا په کلي ګډه داله کوم لوري درباده

۲- لایې نه ده زړه سوړسوی چې غړمبیږي
را وتلې دبربرله کوره بیا کومه بلا ده

۳- بس کیده نه لری سترګې یی چپه دي
په هرلورې کې ماتم ویرده ژړا ده

۴- دلته نه ده په هرلورغم غوړید لی
په انسان راګرزیدلي ځوریداده

۵- داچې ولي اوپه څه ګناه یی وژني
دصلیب زړه کینه دیهودانو په سلاده

۶- ددهشت ډول تری ورک ده چې څه وکړي
را ایستلی د هرڅه کړلو فتوی ده

۷- استناد یی د ترورپه کارناموده
لیکل سوي په سرووینو کر بلاده

۸- دا بیا دوی خوري دا انجام د هر جنون ده
د تاریخ دا فیصله بیخی رښتیا ده

۹- له نمروده رارهي سه څوچې تلای سې
دغوماسې نیش کې زورداژده ها ده

۱۰- لیږ فرعون او ابوجهل در په یاد کړه
دا انجام د هر جا برد ناروا ده

۱۱- چې دعقل لاس وروتړی نشه سې
انسانیت سره بدی ده اوجفا ده

۱۲- (رزین) نه وایی رښتیا دغسې وایې
د ظلمونو داستان لنډ ذلیل رسوا ده

رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x